د کرنې وزیر د بامیانو ولایت بند امیر څخه لیدنه وکړه
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري له خپل ټیم سره بامیانو ولایت ته د سفر په ترڅ کې د بامیانو ولایت د بند امیر ملي پارک له بېلابېلو سیمو څخه لیدنه وکړه.
ددې سفر په ترڅ کې د بامیانو والي ملا عبدالله سرحدي، ددې ولایت د کرنې رییس ملا گلاب الدین ذبیح الله، د بامیان ولایت امنیه قمندان، دکرنې وزارت د اطلاعاتو رییس مولوی مصباح الدین مستعین او د بامیان ولایت یوشمېر سیمه ییزو چارواکو دکرنې وزیر ملتیا کوله.
مولوي عطاء الله عمري د دغه تفريحي پارک پر جوړېدو ټينګار وکړ او ويې ويل: "دغه ولايت ته مو د سفر موخه د بند امیر د هغو بېلابېلو سيمو کتل او ارزول دي، چې جوړلو ته اړتیا لري او بايد جوړ شي، څو زيات سيلانيان دې ولايتونو ته راشي او هېوادوالو او سيلانيانو لپاره خوندي تفريحي ځاى شي."
د ښځو او نارینه وو لپاره د جلا جلا ځایونو جوړول، د نورو تفریحي ځایونو او لوازمو جوړول، د ښځو او نارینه وو د تشنابونو جوړول، د سیمو شنه کول، د ترانسپورتي اسانتیاوو رامنځته کول او امنیت یاد تفریح ځای ته د کرنې د وزیر د سفر موخې وې.
په همدې حال کې، د بامیانو والي ملا عبدالله سرحدي وړیل:" بامیان یو له هغو ولایتونو څخه دی، چې په ټوله کې یې امنیت تامین دی او سیلانیان کولای شي په ارامه زړه دغه ولایت ته سفر وکړي، موږ هڅه کوو چې خپلو هېوادوالو ته له تبعیض پرته د امن فضا رامنځته کړو".
د بامیانو د کرنې رییس ملا گلاب الدین ذبیح الله هم وړیل:" سږ کال څه دپاسه اويا زره کورنيو او بهرنيو سيلانيانو له دغه تفريحي ځای څخه ليدنه کړې، چې له دې لارط زيات عواید هو ترلاسه شوی دی."
بند امیر د هېواد دويم ملي پارک دى، چې د اوبو له يوه کمپلکس څخه جوړ شوى، چې د افغانستان په مرکز باميانو ولايت کې د شپږو کوچنيو جهيلونو او طبيعي بندونو له لارې نښلول شوى دى. ذوالفقار، پدینه یا پودینه، پنیر، هیبت، قنبر او غلامان د اوبو د دغو بندونو نومونه دي، چې د بند امیر جهیلونو له شمال او جنوب څخه د هندوکش د غرونو او د بابا غره په بر کې نیسي.
بازدید وزیر زراعت از بند امیر ولایت بامیان
مولوی عطاء الله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تیم همراه شان از ساحات مختلف پارک ملی بند امیر ولایت بامیان دیدن نمود.
در این سفر ملا عبدالله سرحدی والی بامیان، ملا گلاب الدین ذبیح الله رییس زراعت این ولایت، قمندان امنیه ولایت بامیان، مولوی مصباح الدین مستعین رییس اطلاعات وزارت زراعت و شماری از مسوولان اداره محلی ولایت بامیان وزیر زراعت را همراهی میکردند.
مولوی عطاءالله عمری بر ساخت ساز این پارک تفریحی تاکید کرده گفت:" هدف از سفر به این ولایت بررسی ساحات مختلف بند امیر می باشد که نیاز به ساخت دارد تا گردشگران بیشتر به این ولایات بیایند و مکان امن تفریحی برای شهروندان داخلی و سیاحان باشد."
ساخت مکان جداگانه برای زنان و مردان، ساخت مکانهای بیشتر تفریحی و لوازم آن، ساخت تشنابهای زنانه و مردانه، سرسبزسازی ساحات، ایجاد سهولتهای تراسپورتی و امنیت از اهداف سفر وزیر زراعت برای این مکان تفریحی بوده است.
در همین حال، ملا عبدالله سرحدی والی بامیان گفت:" ولایت بامیان یکی ولایتهای است که امنیت در سراسر آن تامین بوده و سیاحان میتوانند با خاطر آرام به این ولایت سفر کنند، ما در تلاش ایجاد فضای امن بدون تبعیض برای هموطنان خویش هستیم".
ملا گلاب الدین ذبیح الله رئیس زراعت ولایت بامیان نیز گفت:" امسال بیش ۷۰ هزار گردشگر داخلی و خارجی از این مکان تفریحی دیدن نموده، که از این رهگذر در آمد زیادی به دست آمده است."
بَند امیر دومین پارک ملی کشور بوده که از مجموعهای آبی به هم پیوستهی شش دریاچهی کوچک و بندهای طبیعی بین آنان در ولایت بامیان، مرکز افغانستان شکل گرفته است. ذوالفقار، پودَنه یا پودینه، پنیر، هَیبت، قنبر و غلامان نام این بندهای آبی است که رشتهکوههای هندوکش و کوه بابا دریاچههای بند امیر را از شمال و جنوب در برگرفته اند.