لغمان کې د شولو عصري کرکېلي په پار ۸۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۵ - ۹:۴۱

۲۵ چنګاښ ۱۳۹۸
د لغمان دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له لورې د یاد ولایت په مرکز مهترلام او ددې ولایت په الینګار، علیشنګ او قرغه یي ولسوالیو کې دکتار په ډول دشولو دعصري کرکېلي د ترویج په موخه د شولو ۸۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي.
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمد جمیل خوشحال وایي چې، یادې ننداریزې قطعي بزګرانو ته دکتار په ډول دشولو کرلو نوي او عصري میتودونو د زده کړې او رواجولو په موخه جوړې شوي، چې په هره ننداریزه قطعه کې بزګرانو ته د شولو کرکېلي او تولید په بېلابېلو برخو کې روزنه ورکول کیږي. ښاغلي خوشحال وایي، چې په دې بڼه د شولو کرکېله د شولو حاصلات له ۲۵ تر ۳۰ سلنه زیاتوي.
د ترلاسه شویو څېړنو پایلې ښیي، که چیرې شولې په محلي ډول دپاشان په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ توګه څلور ټنه شولې په لاس راځي او که چیرې په عصري ډول د کتار په شکل وکرل شي نو له یوه هکټاره ځمکه په منځنۍ کچه شپږ ټنه شولې په لاس راځي.
باید وویل شي، چې تېرکال په لغمان کې د شولو ۷۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي وې، سږ کال هم ۸۰ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي، چې د یادو ننداریزو قطعو له لارې کابو ۸۸۰ نور بزګرانو ته هم په عصري بڼه د شولو د کرکېلي د روزنې زمینه برابره شوې ده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۳:۵۹
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق                                                                     
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د هسکه مېنه،. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۲۳
Background image

د نورستان کامدېش کې زرګونو کورنیو ته د کوچنیو کرنیزو کاروبارونو د پیاوړتیا په‌پار نغدي مرستې ووېشل شوې

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د«ارارډي‌پي‌او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د خوړو نړۍوال پروګرام «ډدبلیوافپي». . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۰:۱۲
Background image

کونړ کې د بروسلوز ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاين پيل شو

۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ خدماتو او څارویو د روغتیا آمریت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو ملتونو د خوړو او. . .

بازگشت