په درې زره هکټاره ځمکه د پستې ځنګلونه جوړېږي

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۲۴ - ۱۵:۲۶
په درې زره هکټاره ځمکه د پستې ځنګلونه جوړېږي

۲۴چنګاښ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وایې، چې سږکال د بادغیس، سمنګان، سرپل، تخار، بدخشان او بلخ ولایتونو په درې زره هکټاره ځمکه د پستې ځنګلونه جوړېږي.
 ددوی په وینا تر اوسه د پستې د ځنګلونو د رغولو چارې ۴۰ سلنه بشپړ شوې، چې د ۱۴۰۰م مالي کال ترپایه به يې ټولې چارې بشپړشي.
بادغيس د هېواد په کچه د پستې لوی تولیدکونکی ولایت ګڼل کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د طبيعي سرچینو لوی ریاست د چارواکو په وینا، د پستې درې زره هکټاره ځنګلونه د شپږ متره تراس په اوږدوالی، ۷۰ سانتي پلنوالي او ۴۰ سانتي ژور والي سره په بادغیس، سمنګان، سرپل، تخار، بدخشان او بلخ ولایتونو کې رغول کېږي، چې د يادو ځنګولونو په رغولو سره به دپستې په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۳۲
Background image

د هلمند مرکز او ١٨ ولسوالیو کې د اورښت کچې معلومولو آلې نصبېږي


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د اقلیم د څارنې او د اوبو د ښه مدیریت په موخه په مرکز لښکرګاه او ټولو ولسوالیو کې د اورښت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۹
Background image

هلمند کې د مالدارۍ سکټور په برخه کې د پانګونې لیوالتیا زیاته شوې


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
هلمند کې د مالدارۍ سکتور ورځ تر بلې د بهبود او پیاوړتیا په حال کې دی،  په همدې لړ کې ګڼو هلمندوالو په یاده برخه کې پراخې پانګونې کوي، چې له. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۹ - ۱۲:۲۶
Background image

ختیځ کې دمېوو ٣٤ تصدیقي نیالګیو روزنې مرکزونو وروستۍ ارزونه ترسره شوه


٢٩ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
٢٩ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په لارښونه د ننګرهار د تخمونو د تصدیق د ورکړې امر انجنیر نعمت الله اکبري په مشرۍ یو تخنیکي. . .

بازگشت