جوزجان کې د «تیپیک» پنډغالی ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
شنبه ۱۳۹۸/۴/۲۲ - ۱۶:۲۳
۲۲ چنګاښ ۱۳۹۸ په جوزجان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د «تیپیک» پنډغالی، چې د ۶۰۰ وریو د ساتلو وړتیا لري ددې ولایت د قره قل په فارم کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدعالم عالمي وایي، چې یاد پنډغالی د ولایتي غیر مشروطه بودیجې له لارې د ۱۹ میلیونه او ۷۱۹ زره او ۸۲۴ افغانیو په لګښت جوړه شوې ده، چې په کې د ۵۰۰ مټریک ټنو په وړتیا د څارویو د خوراکي توکو د ساتنې ګدام، د ساتونکو خونه، د اوبو څاه او د احاطې دیوال هم شامل دي. دغه پنډغالی د قره قل وریو د نسل د تکثیر او پالنې په پار کارول کیږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون « د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګه‌ونه، د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار.»شعار سره، د ۱۴۰۴ ام کال دتلې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

لوګر کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په مشرۍ په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه. . .

بازگشت