د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژې له لارې ننګرهار کې ۱۰۰جريبه متراکم بڼونه جوړ شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۶:۲۶
د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژې له لارې ننګرهار کې ۱۰۰جريبه متراکم بڼونه جوړ شوي دي

۱۲چنګاښ ۱۴۰۰
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژې،HVCDSP له لارې د دوو کالو په ترڅ کې د ننګر هر ولايت د بهسود، بټي کوټ، کوز کونړ او کامې ولسواليو په څه باندې سل جريبه ځمکه کې د سټروسو ۴۵ بڼونه چې مالټې او ليمو په کې شامل دي جوړ کړي دي.
ياد بڼونه ددې ولايت ۵۹ تنو بڼوالو ته جوړ شوي دي. دا بڼونه به راتلونکو درو کالو پورې ثمر ته ورسېږي. دا بڼونه په مسلکي ډول رغول شوي دي او هغو بڼونو سره، چې په دوديزه بڼه رغول شوي دي ډېر توپيرونه لري.
متراکم بڼونه وروسته له دوو کالو حاصل ورکوي، خو هغه بڼونه چې په دوديزه بڼه په خپله د بزګرانو له خوا جوړېږي، نږدې پنځه کاله وروسته ثمر ته رسېږي. دغه راز متراکم بڼونه د دوديزو بڼونو په پرتله ۲۰چنده زيات حاصل ورکوي.
په ننګرهار کې دکرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژې له خوا له جوړشويو بڼونو ۵۶۰ښځې او۴۶۰نارينه په مستقيمه توګه او ۱۵۷۵نارينه او ۱۷۶۳ښځې په غير مستقيمه تو ګه ګټه پورته کوي.
متراکم بڼونه له يوې خوا د حاصلاتو د زياتوالي لامل کېږي او له بلې خوا د سيمې د تودوخې له ټيټوالي سره هم مرسته کوي.
د بڼوالۍ ځنځيري ارزښت د ودې سکټوري پروژه د افغانستان په ۱۱ولايتونو کې د نويو زېربناوو جوړولو، د بڼوالۍ محصولاتو د ځنځيري ارزښت ودې، د کروندګرو وړتياوې لوړولو او دبڼوالۍ محصولاتو د صادراتو پرمختيا په برخه کې فعاليت کوي.
دا پروژه د اسيايي پراختيايي بانک، ADB له خوا تمويل او دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا پلي کېږي.
ددې پروژې له لارې په تېرو دوو کالو کې د ننگرهار، کونړ، لغمان، خوست، لوگر، غزني، کابل، پکتیا، پکتیکا، بامیان او میدان وردگو ولايتونو کې ډول ډول متراکم بڼونه چې په کې سټروس، خُرما، ناک او مڼې شامل دي په مسلکي ډول کېنول شوي دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۶
Background image

میدان وردګو کې د ګیلاسو سوداګریزو بڼونو د پراختیا په پار هلې ځلې؛ ډېر شمېر بزګران وروزل شول

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت په جغتو، دایمیرداد، نرخ، چک، سیداباد، مرکز او جلریز ولسوالیو کې د ګیلاسو د سوداګریزو بڼونو د پراختیا په موخه مهم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۳
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۶:۲
Background image

د میدان وردګو لومړی حصې ولسوالی کې د اوبو د مدیریت پروژو سروې بشپړه شوه

۱۹ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۱ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د لومړي حصې ولسوالی په بېلابېلو حوزو کې د «ډاکار» مؤسسې تر چتر لاندې، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د چارواکو په. . .

بازگشت