کندهار کې د پنبې ۷۰ ننداريزې کروندې جوړېږي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۰/۴/۵ - ۹:۳۰
کندهار کې د پنبې ۷۰ ننداريزې کروندې جوړېږي

۵ چنګاښ ۱۴۰۰
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د پنبې د کرکېلي د پراختیا او د کتار په بڼه د پنبې د کرکېلي دودولو په پار د پنبې ۷۰ یو جریبه ننداریزې کروندې جوړوي.
یاد ننداریزې کروندې د کندهار په مرکز او اوو ولسواليو کې جوړېږي.
د کندهار ولایت دکرنې رياست چارواکي وايي، چې د دغو ننداريزو کروندو د جوړولو په پار یې هر بزګر ته د پنبې تخم، تور او سپينه سره ورکړي دي.
دوی وایې ۷٠ تنو بزګرانو ته دکتار په بڼه د پنبې کرکېلي، اوبولګول، سره ورکونه، د تخم اندازه، د هرزه بوټو کنټرول، د کیمیاوي سرو د استعمال وختونه او په ټوله کې د کر څخه تر حاصل ټولولو پورې پر ټولو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.
پنبه د کندهار په ډېرو ولسوالېو کې ښه نتیجه ورکوي.

 

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۶
Background image

د خوست موسی خېلو ولسوالی کې د سرو املوکو بڼونه جوړېږي

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د موسی خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې او د «ویرو» مؤسسې په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۵
Background image

پکتیا کې د شاتو پلورنځیو څخه  څارنه ترسره شوه

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د یو ګډ تخنیکي کمیسیون په ګډون، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هدایت پر بنسټ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۲:۲
Background image

نورستان کې د ژمني تېلو شیندلو پروګرام تطبیق شو

۱۸ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۰ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو. . .

بازگشت