د هلمند په قوریو کې څه باندې یو میلیون او ۱۰۰ زره نیالګي روزل کېږي

content_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۱۷:۰
د هلمند په قوریو کې څه باندې یو میلیون او ۱۰۰ زره نیالګي روزل کېږي

۱ چنګاښ ۱۴۰۰
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بڼونو جوړولو او زرغونتیا په پار هلې ځلې کوي، چې په ترڅ کې یې سږکال دیاد ولایت په دولتي قوریو کې څه باندې یومیلیون او۱۰۰ زره ډول ډول نیالګي روزلي کېږي، چې د نیالګیو اېښودو د کمپین په ترڅ کې به ددې ولایت په بېلابېلو سیمو کې کېنول شي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې د یاد څه باندې یومیلیون او ۱۰۰زره نیالګیو له ډلې ۴۴۰ زره یې شین غزې او قلمي ګز نیالګي دي، چې د همدې کال په لړ کې به د روانو شګو په سیمو کې کېنول شي.
د ښاغلي الکو په خبره د هلمند کرنې ریاست د پلان له مخې ددغو ۴۴۰ زره نیالګیو په اېښودو سره به د روانې شګې لس زره جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې راشي، چې د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو برابرولو ترڅنګ به د اقلیمي موسمي بادونو او دوړو مخنیوي وکړي.
 زلمي الکو وویل، چې دولتي قوریو کې روزل شوې، نیالګي د هلمند ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې اېښودل کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۴:۲۴
Background image

کندهار کې د نیالګیو کېنولو پسرلنی کمپاین پیل شو

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د ۱۴۰۵ لمریز کال لپاره د «نیالګي کېنول صدقه جاريه ده» تر شعار لاندې د نیالګیو کېنولو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۱۲
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې د مڼو او ناکو بڼونه جوړېږي

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ډاکار مؤسسې په همکارۍ، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو کلیو کې د مڼو او ناکو ۱۰۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۳:۹
Background image

کندهار ته له پاکستان څخه د لسګونو قاچاقي غواوو د انتقال مخه ونیول شوه

۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو له پاکستان څخه کندهار ته د ۴۶ سرې غواوو د. . .

بازگشت