د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي کجکي ولسوالی ته سفر وکړ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۰:۵۹
د هلمند دکرنې رییس او ورسره مل پلاوي کجکي ولسوالی ته سفر وکړ

۳۱ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي شیراحمد رفیع  په مشرۍ یو ګډ پلاوي کجکي ولسوالی ته رسمي سفر ترسره کړ.
دغه سفر د افغانستان اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی هلمند ته د وروستي سفر او شفاهي هدایت پر بنسټ ترسره شو، چې موخه یې په کجکي ولسوالی کې د مهمو عامه تاسیساتو لپاره د مناسبو ځمکو تثبیت او ارزونه وه.
په یاد پلاوي کې د ارشاد، حج او اوقافو رییس، د کور او ښار جوړولو ریاست استازي او د ځمکو تخنیکي آمریت مسؤلین هم شامل وو، چې په ګډه یې د اړوندو سیمو تخنیکي ارزونه ترسره کړه.
د سفر په ترڅ کې د عیدګاه جامع لپاره د ۱۰۰ جریبه، د ولسي هدیرې لپاره د ۳۰۰ جریبه او د یوې لویې جامع جومات لپاره د ۵ جریبه ځمکو مشخصات تثبیت او اړوند معلومات راټول شول.
د چارواکو په وینا، راټول شوي معلومات به د نهایي منظورۍ لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی مقام ته وړاندې شي.
باید وویل شي، چې دا اقدام د عامه خدماتو د پراختیا او د خلکو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۶
Background image

کندهار کې ۱۲۸ زره لوی او کوچني څاروي د پرازیټونو پر ضد درمل شول

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ او د ولسوالیو د مسلکي پاراوټرانو په تطبیقي همکارۍ، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۵
Background image

کندهار کي د توتو حاصلاتو ګڼو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت وایي، په کندهار کي د توتو د حاصلاتو له رسېدو سره ګڼو کسانو ته د کار. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۶:۴
Background image

میدان وردګو کې د عصري کرنې د ترویج په‌پار د سبو ننداریزې کروندې جوړې شوې

۲۱ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۴ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري د بزګرانو د ظرفیت لوړولو او عصري کرنیزو لارو چارو د ترویج په موخه د یاد. . .

بازگشت