د آمو پنځمي حوزې سکتوري پروژه

mail-admin

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت

د آمو پنځمي حوزې سکتوري پروژه

د کرنې په وزارت کې د آمو پنځمې سیندیزې حوزې سکټوري پروژې فعالیتونه او لاسته راوړنې

تمویل کوونکی:              آسیایي پراختیايي بانک(ADB)  او اروپايې اتحادیه (EU)

موده:                         2023-2016

بودجه:                       د پروژې عمومي بودیجه 76 میلیونه امریکایي ډالره ده، چې د کرني وزارت سهم 22.4 ملیونه ډالره کیږي.

د پروژې اساسي موخه:    د فقر له منځه وړل او دکرنیزو حاصلاتو د زیاتوالي په مټ د بزګرانو د عوایدو لوړوالی

سریزه:

دپنج آمو دریایې حوزوي پروژې تفاهمنامه د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د آسیایي پراختیايې بانک تر منځ په ۲۰۱۶ زیږدیز کال کې لاسلیک شوه. ددې پروژې مجموعي بودیجه ۷۶ ملیونه امریکایي ډالره ده، چې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تطبیقي سهم ۲۲.۴ ملیونه امریکایي ډالره ټاکل شوی ده.

یاده پروژه د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د نومبر د میاشتې په دیرشمه نیټه خپل عملي کارونه پیل کړي او د ۲۰۲۳ زیږدیز کال د مې د میاشتې په ۳۱ مه نیټه به د یادې پروژې عملي کارونه بشپړ شي.

د پروژې لنډه پیژندنه :

د پنج آمو پروژه د اوبو لګونې او د طبیعي زیرمو د اداره کولو په برخه کې یوه خورا مهمه پروژه ده، چې د ملي منابعو د ادارې د ملي استراتیژی په اساس کومه، چې له ۲۰۱۷ زیږدیز کاله تر ۲۰۲۱ زیږدیز کال پوري طرحه شوي، فعالیت، کوي. دا پروژه د آسیایې پراختیايې بانک او د اروپايې ټولني لخوا تمویلیږي او د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یې د تطبیق مسؤلیت لري. ددې پروژې اصلي موخي د اوبولګولو ، طبیعي زیرمو د اعمار، ترمیم او ساتلو او همدارنګه د اوبولګولو د ټولنو دتآسیس او ظرفیت لوړوالي په موخه د افغانستان په پنځو ولایتونو (بدخشان، تخار، کندز، بغلان او بامیانو) کې، چې د آمو په حوزه کې شتون لري طرح او ډیزاین شوې او په فعالیت یی پیل کړې دي. ددې پروژې تطبیق به د فقر په له منځه وړلو او همدارنګه د کرنیزو محصولاتو د عوایدو په زیاتوالي کې له ټولو اوسیدونکو سره او په ځانګړي توګه د پوښښ لاندې سیمو اوسیدونکوسره مرسته وکړي. 

ددې پروژې مستقیم ګټه اخیستونکي ۵۵،۰۰۰ د بزګرانو کورنۍ شمیرل شوي کوم چی ۴۰۰،۰۰۰ وګړي به وي او همدارنګه دا پروژه به له ښځو او مالدارانو سره مرسته وکړي تر څو اوبو ته ددوی د کورنيو کارونو او حیواناتو لپاره لاسرسی اسانه شي. ددې پروژې لومړني کارونه لکه د کارکوونکو ګومارنه ، دساحوي دفترونو پرانیستل، د کانالونو عملي سروې او ډیزاین مخکي ترسره شوی دي او دا پروژه په پنځو ولایتونو(تخار، بدخشان، کندز، بغلان او بامیان) کې فعالیتونه ترسره کوي.

نوموړې پروژه په ټولیزه توګه نوولس آبریزې، دري سوه او ۶۳ فرعي کانالونه، چې له ۲۱ عمومي کانالونو څخه سرچینه اخلي د پنځو کلونو په ترڅ کې په یادو ولایتونو کې بیا رغوي. د یادولو وړ ده، چی دا پروژه په پام کې لري ترڅو ۱۰۶ د اوبو ټولني جوړي کړي او ۶۳۰۰ تنه بزګرانو ته په بیلابیلو برخو کې د پنځو کلونو په موده کې روزنه ورکړي او همدارنګه د ۲۰۱۹ زیږدیز کال په پیل کې د دوه عمومي کانالونو د بیا رغوني چاري د کرني وزارت ته په ازمایښتي توګه ورکړل شو، چې د سروي او ډیزاین کارونه یې تکمیل شوي او عملی چاري به یې ژر پیل شي.

د پنج آمو (PARBSP) رییس:

د پنج آمو پروژې رییس ډاکټر محمد اکبر شیرزاد، نوموړی د داخلي او بین المللي سازمانونو سره د زیربنایي او عایداتي پروژو د تطبیق او مدیریت په برخه کې۱۶  کلنه تجربه لري.

د پروژې عمده موخې:

  • د ۳۴۷ دویمي او دریمي شبکو رغونه البته په یویشت عمومي کانالونو کې
  • د اوبو لګولو د ۳۸۸ ټولنو (Irrigation Associations) تاسیس او د هغوۍ ظرفیت لوړول   
  • د ۲۶  ننداریزو( نمایشي) او ترویجي قطعاتو احداث
  • د دوه عمومي کانالونو بیا رغول.
  • د ۲۱ ننداریزو قطعاتو احداث او ورسره  د ۶۳۰۰ بزګرانو روزل د کرنې، ځمکې تیارولو ، د کرکیلې نوې او عصري لارې چارو او د اوبو لګولو د مدیریت په برخه کې
  • د طبیعي سرچینو د رغونې، مدیریت او ساتنې په موخه د یوه  لارښود کتاب (CBNRM Technical manual) تیارول
  • د طبعیي سرچینو د رغونې، مدیریت او ساتنې په برخه کې د کرنې د ریاستونو او  اړونده ادارو  او ټولنوکارکوونکو لپاره ښونیز پروګرامونه نیول
  • د ۲۶ شیلو (Watershed) ټاکنه، جوړول او ساتنه
  • د طبیعي سرچینو د  ټولنو ((Forest Management Associations تاسیس تر څو  د جوړو شوو واترشیدونو ساتنه او پالنه تر سره کړي
  • د طبیعي سرچینو په برخه کې د پورته چارو د ترسره کولو په برکت به  ۱۰۵۰۰ هکتاره ځمکه د سیلابونو له خطره وساتل شي
  • علاوه له دې به د ایکو سستم د ساتنې په موخه یوه پروژه دیزاین او تطبیق شي

لاسته راوړنې:

  •  ۱۲۰ دومی او دریمی کانالونه په تخار، بدخشان او کندز ولایتونو کې رغول شوي دي
  •  د ۱۶ننداریزو (نمایشي) قطعو احداث
  •  ۶۰۰۰ کروندګرو ته د کرکیلې نوې او عصري لارې چارې او د اوبو د سپما او لګولو نوي تخنیکونه ښودل شوي دي
  • ۱۸ واترشیدونه چې ټول مساحت یې ۵۲۹۸ هکتاره کیږي انتخاب او جوړشوي دي
  • د طبیعي سرچینو د مدیریت په پار د ۱۸ ټولنو (Forest Management Associations) جوړیدل او ثبت
  • د اوبولګولو  ۱۰۷ټولنو (Irrigation Associations) جوړیدل چې د دې جملې نه ۹۹ ثبت شوي  هم دي

نوموړې پروژه به د اوبو لګونې، طبیعي منابعو او د انجمنونو د ظرفیت لوړوالي تر څنګ په لاندنیو موخو کار وکړي.

  • د دوه عمومي کانالونو بیا رغول.
  • د ۲۱ عمومي کانالونو ددوهم او دریم درجه شبکو اعمار او ترمیم.
  • په کرونده کې د اوبو د تنظیم او د ۵ ټولنیزو قراردادونو پلی کول.
  • د اوبو لګونې د ۱۰۶ انجمنونو تآسیس او د هغوی د ظرفیت لوړوالی تر څو په راتلونکې کې وکولای شي د پورتنیو کانالونو اداره او کنترول ترسره کړي.
  • د ۲۱ ننداریزو قطعاتو احداث او ددې په واسطه د ۶۳۰۰ بزګرانو روزل او همدارنګه په کرونده کې د اوبو د تنظیم، د ځمکې د برابرولو او داوبو د ښه مدیریت په هکله د ظرفیت لوړوالی.
  • ددې انجمنونو لپاره د طبیعي منابعو د ادارې د تخنیکونو، دهغوی مراقبت او ساتنه او د اوبولګولو  شبکو دکاروني په موخه د یوه مکمل لارښود کتاب جوړونه.
  • د کرنې د ریاستونو او ذیدخلو خواوو د ۴۰ کارکوونکو لپاره د زده کړي د کورسونو برابرول تر څو دوی وتوانیږي، چې زده معلومات له نورو سره شریک کړي.
  • د ۲۱ آبریزو (Watershed) پیژندنه، جوړول او ساتنه
  • د ۲۱ انجمنونو تآسیس او همدارنګه د ځنګلونو اداره په ذکر شویو ابریزو کې.
  • د طبیعي منابعو د ادارې د ۲۱ پلانونو د تطبیق په نتیجه کې باید ۱۰۵۰۰ هکتاره ځمکه حفاظت کړل شي.
  • د پروژې لپاره د یوه امتحاني ایکو سیستم عملي کول.

د PARBSP اساسي کړنې-۱۳۹۷

  • په بیلابیلو برخو کې د پروژې لپاره د کارکوونکو ګمارل
  • په اړوندو ولایتونو کې د پروژې د ساحوي دفترونو د ځینو برخو بیا رغول
  • د ساحوي دفترونو لپاره د مالوماتي ټکنالوژۍ د وسایلو پیرل

د PARBSP اساسي کړنې-۱۳۹۸

  • په روان کال کې د NCB03 ساختماني کارونه، چې د ۹۵ دویمه او دریمه درجه کانالونو د بیا رغوني چاري پکي شامل دي د پلي کیدو په حال کې دي، چې تر اوسه پوري د یاد هوکړه لیک ۵۵ سلنه کار پوره شوې او د سږ کال تر پای پوري به ددې هوکړه لیک ۷۰ سلنه کار تکمیل شي. دا ۹۵ دویمه او دریمه درجه کانالونه په تخار او بدخشان ولایتونو کې موقعیت لري.
  • د NCB02, NCB04, NCB05 NCB06 او NCB07 تدارکاتي کارونه په جریان کې دې،چې یوازي د NCB05 هوکړه لیک لاسلیک شوې او د ۸۲ دویمه او دریمه درجه کانالونو عملي کارونه په تخار او کندز ولایتونو کې پیل کیږي او دا پاتي نور هوکړه لیکونه په ۱۳۹۹ لمریز کال کې لاسلیک کیږي، چې په ټولیزه توګه دوه عمومي کانالونه په ازمایښتي توګه او ۱۸۹ دویمه او دریمه  درجه کانالونه پکي شامل کیږي.
  • په روان لمریز کال کې د اوبو لګولو ټولنو د تاسیس کار په دریو ولایتونو کې جریان لري، چې د اوبو لګولو ۵۳ ټولنې په تخار، ۳۲ په کندز او ۱۸ ټولنې په بدخشان ولایت کې تاسیس شوې دي، چې د اوبولګولو د ۳۵ ټولنو د ثبتولو چاري د کرنې وزارت سره تکمیل شوې او د پاته ۶۸ ټولنو د ثبتولو چاري په روان کال کې ترسره کیږي چې په دې سره په ټولیزه توګه ۱۰۳ د اوبو ټولنې کیږي.
  • په ټولیزه توګه شپږ ننداریزي قطعې، چې دوه يې په بدخشان، دوه په کندز او دوه په تخار ولایت کې احداث شوې دي، چې په ټولیزه توګه ۲۰۰ تنه نارینه برګزان او ۱۰۹ تنه ښځینه بزګراني په بدخشان ولایت، ۱۶۵ تنه نارینه بزګران په کندز ولایت او ۲۶۲ تنه نارینه او ۱۰۰ تنه ښځینه بزګراني په تخار ولایت کې د نهال کینولو، د کښت لپاره د کروندې تیارولو، اوبو لګولو او د کیمیاوي سرو د شیندولو په برخه کې روزنه اخیستې ده. په ټولیزه توګه په یادو ولایتونو کې ۶۲۷ تنه نارینه بزګران او ۲۰۹ تنه ښځینه بزګرانو په یادو روزنیزو ورکشاپونو کې کډون کړې ده.
  • په روان کال کې د بدخشان ولایت په بهارک، جرم او شهدا ولسوالیو کې د دویمه درجه کانالونو د بیا رغولو په موخه ۵ واړه ټولنیز هوکړه لیکونه لاسلیک شوې او دهغوی ساختماني کارونه هم پیل شوې دي، چې په خلاصه توګه ۵۰ سلنه پرمختګ لري او هېله کیږي چی په روان کال کې ختم شي.
  • په درې ولایتونو کې د ۲۱ آبریزو جوړول، چې نهه په تخار ، اوه په بدخشان او پنځه په کندز ولایت کې موقعیت لري او د یادو آبریزو سروې، ډیزاین او د هوکړه لیک د لاسلیک چاري تکمیل شوې دي. په تخار ولایت کې د پنځو آبریزو ساختماني چاري پیل شوې چې ۵۰ سلنه پرمختګ یې کړی ده همدارنګه د بدخشان په ولایت کې د څلورو آبریزو ساختماني چارې پیل شوې چې ۳۰ سلنه فزیکي پرمختګ لري او د نورو آبریزو کار راتلونکی کال پیلیږي،

د PARBSP پلان شوې کړنې-۱۳۹۹

  • د NCB03  شل سلنه پاتي کارونه په ۱۳۹۹ لمریز کال کې بشپړیږي.
  • په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د NCB02, NCB04, NCB05 ۹۵ سلنه کارونه بشپړیږي او همدارنګه د NCB06 پنځوس سلنه ساختماني چاري په همدې کال کې بشپړیږي.
  • د NCB07 څلویښت سلنه کارونه بشپړیږي.
  • د اوبولګولو د ۲۸۷ ټولنو جوړول او په اړوندو سیمو کې بزګرانو ته روزنه ورکول
  • په بدخشان، تخار او کندز کې د شپږو ننداریزو قطعو جوړول
  • په بدخشان، تخار  او کندز ولایتونو کې د ۲۱ آبریزو ۷۰ سلنه کار بشپړیږي.
  • په کرونده کې د اوبو د مدیریت په برخه کې ۲۷۰۰ تنه بزګرانو ته روزنه ور کول کیږي.

د ۱۳۹۹ لمریز کال د لومړیو شپږو میاشتو فعالیتونه

  • د NCB-003 پاتي کارونه تکمیل شوې دي.
  • NCB-002 NCB-007 NCB-006 په تدارکاتی مرحله کې دي.
  • NCB-005 پنځلس سلنه پرمختګ کړې ده.
  • د NCB-004 ساختماني چارې نوې پیل شوې دي.
  • د کندز، تخار او بدخشان په ولایتونو کې د اوبولګولو  ۱۰۳ ټولنې تاسیس شوې چې، په دې وروستیو کې څلور نورې ټولنې په کندز او بدخشان ولایتونو کې اضافه شوې دي او همدارنګه د اوبو لګولو د ۶۴ نورو ټولنو د ثبت او راجستر چارې بشپړ شوې دي.
  • په تخار، کندز او بدخشان ولایتونو کې ۹ ننداریزې قطعې جوړې شوې دي.
  • په کندز، تخار او بدخشان ولایتونو کې ۹ ننداریزې قطعې د پلان مطابق او یوه اضافی ننداریزه قطعه په بدخشان ولایت کې جوړه شوې ده چې، په ټولیزه توګه څلور ننداریزې قطعې بشپړ شوې او پاتي نورې هغه یې په روان لمریز کال کې بشپړیږي.
  • په بدخشان، تخار او کندز ولایتونو کې د ۲۱ آبریزو د جوړولو چارې ۶۵ سلنه ترسره شوې دي.
  • په تخار او بدخشان ولایتونو کې د ۲۲۴ تنه ښځینه بزګرانو روزل او همدارنګه په تخار، کندز او بدخشان ولایتونو کې د ۱۴۹۸ تنه نارینه بزاګرانو د روزنې چارې ترسره شوې دي.
  • په بدخشان ولایت کې د دویمه او دریمه درجه کانالونو د احیا او بیا رغولو په پار د پنځو ټولنیزو هوکړه لیکونو  چارې بشپړ شوې دي.

د پروژې ساحوي دفترونه او د اړیکو شمیرې

د آمو د پنځمې حوزې سکتوري پروژه د هېواد په پنځو ولایتونو( بدخشان، تخار، کندز، بغلان او بامیان) کې فعالیت کوي چې د بغلان او بامیانو په ولایتونو کې ددې پروژې کارونه تر اوسه ندې پیل شوې. د بدخشان، تخار او کندز ولایتونو لپاره د پروژې د مسئولینو د اړیکو شمیرې په لاندي ډول دي.

  1. د بدخشان ولایت ساحوي دفتر

ساحوي مسئول: انجنیر محمد عسکر سیرت

د اړیکې شمیره: ۰۷۸۳۶۰۵۵۹

بریښنالیک: Mohammad.askarserat@gmail.com

  1. د تخار ساحوي دفتر

ساحوي مسئول: محمد نبی محمدی

د اړیکې شمیره: ۰۷۳۰۷۷۷۰۴۲

بریښنالیک:  Nabimehdy@gmail.com

  1. د کندز ساحوي دفتر

ساحوي مسئول: سراج الدین منیر

د اړیکې شمیره: ۰۷۸۷۷۰۲۴۰۴

بریښنالیک:  sm.archiwal@gmail.com