د حضرت علي په روضه کې د بلخ او ننګرهار کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شول
۱۱ وری ۱۴۰۰
د بلخ ولایت ښاروالۍ او د ننګرهار ولایت دکرنې ریاست، د یو ګډ اقدام په ترڅ کې د بلخ او ننګرهارترمنځ د دوې خورلنې په توګه داقتصادي او کلتوري اړیکو د رامنځته کېدو په پار د یاد دوو ولایتونو کرنیز محصولات د مزار شریف ښار د حضرت علي د مقبرې په انګړې کې نندارې ته وړاندې کړل.
د بلخ والي محمدفرهاد عظیمي، یاد نندارتون په لاره اچول د بلخ او ننګرهار ولایتونو ترمنځ ګډ اقتصادي او کلتوري چارو لپار یو ښه فرصت وباله.
په همدې حال کې د ننګرهار ولایت د اقتصادي او ټولنیزو چارو مرستیالې حبیبه کاکړ هم ددې نندارتون چې په کې د بلخ او ننګرهار ولایتونو محصولات نندارې ته وړاندې شوې ول هرکلی وکړ.