کندهار کې ۷۸۶ شنې خونې جوړې شوي دي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۱۴:۵۵
کندهار کې ۷۸۶ شنې خونې جوړې شوي دي

۱۳ سلواغه ۱۳۹۹
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د سبو د تولید زیاتوالي او په دې برخه کې د ځان بسیاینې  په پار یې خپلې کړنې د خصوصي سکتور په همکارۍ چټکې کړي دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز او ترڅنګ یې د ارغنداب، ډنډ ، دامان، پنجوایي او ژېړۍ ولسوالیو کې بزګرو ته ۷۸۶ بابه شنې خونې جوړې شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست د چارواکو په وینا دغه شنې خونې د خصوصي سکتور او د کرنې وزارت له خوا په ګڼو برخو کې جوړې شوي دي، تر څو په بېلابېلو وختونو کې له دې لارې د حاصلاتو کچه لوړه او د هېوادولو اړتیاوې راکمې کړي.
ددغو شنوخونود جوړولو موخه په موسمي ډول د کرنیز توکو زیاتول، په بېلابېلو وختونو کې د حاصلاتو راټولول، په کم وخت کې د زیاتو کرنیزو پېداور تولید او د کروندګرو د عوایدو کچه لوړول دي تر څو له دې لارې خپله کرنه پیاوړي او اقتصادي ودې ته زمینه برابره کړي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت