کندهار کې د کورنیو تولیداتو نندارتون

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۸ - ۱۰:۲۷
کندهار کې د کورنیو تولیداتو نندارتون

۸مرغومې ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، ددې ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې او خصوصي سکټور له خوا په دې ولایت کې د «خپل هېواد خپل تولید» تر عنوان لاندې د کورنیو تولیداتو درې ورځنۍ نندارتون په لاره اچول شوې ده.
د کندهار د کرنې رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې په یاد نندارتون کې د کندهار، کابل، ننګرهار، مزارشریف، هرات، زابل او غزني ولایتونو تولیدي کورني محصولاتو په ۸۰ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوي دي.
ددې نندارتون موخه کورنیو تولیداتو ته  په ملي او نړیواله کچه د پلورمارکېټ پیداکول دي.
ښاغلی سیدي ددې نندارتون موخه کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته بارازموندنه او مارکیټ سره د تولیدوونکو بلدتیا په ګوته کړه. هغه وویل: «ددې نندارتون موخه کرنیزو محصولاتو او کورنیو تولیداتو ته بازار موندنه او د بزګرانو او تولیدوونکو اقتصادي وده ده.»
د حفیظ الله سیدي په خبره اټکل کیږي، چې په دې نندارتون کې به د میلیونونو افغانیو په ارزښت کورني تولیدات وپلورل شي او تولیدوونکو ته د پېر-پلور د هوکړې زمینې هم برابرې شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۴۴
Background image

ننګرهار کې ۱۲۰ تنو بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو مرسته وشوه

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهارد  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د «ډاکار» خیریه مؤسسې په تخنیکي او «ډانېډا» په مالي لګښت د ننګرهار په هسکې مېنې، کوټ. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۳:۲۵
Background image

کندز کې د کوچنیو څارویو د طاعون ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» په همکارۍ، په دې ولایت کې د کوچنیو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۵ - ۱۱:۵۹
Background image

تخار ولایت ته سفر د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۱۵ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاٰءالله عمري، د یوه پلاوي په مشرۍ چې په کې مفتي محمد ذاکر د مالدارۍ او حیواني روغتیا لوی رییس،. . .

بازگشت