هلمند کې د مېوه لرونکو او زینتي ونو نیالګیو روزلو د نرسرۍ چارې پیل شوې

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۹/۲۴ - ۱۳:۱۹
هلمند کې د مېوه لرونکو او زینتي ونو نیالګیو روزلو د نرسرۍ چارې پیل شوې

۲۴ لیندۍ ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا ددې ولایت د انارباغ قوریې اړوند په ۲۰ جریبه ځمکه کې د مېوه لرونکو او بې مېوو نیالګیو د نرسرۍ جوړولو چارې پیل شوي دي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې دنیالګیو روزلو په دې نرسرۍ کې به بېلابېل مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي وروزل شي، ترڅو راتلونکې کې ددې ولایت ځمکوالو او بڼوالو ته په واک کې ورکړل شي.
د ښاغلي الکو په خبره د هلمند دکرنې ریاست په دې وروستیو کې پر ډول ډول مېوه لرونکو او زینتي ونو څېړنې کړي دي، چې د ښو پایلو په ترلاسه کولو سره، دا مهال هلې ځلې کوي، چې په قوریو او نرسریو کې یادې ونې ډېرې وروزي او د هلمندي بڼوالو او ځمکوالو په واک کې ورکړي.
زلمی الکو وايي، چې ددې ولایت له خوارې او هوا سره د توافق لرونکو نیالګیو د ډېرولو او د مېوو د نویو ارزښت لرونکو بڼونو د دودولو او تکثیر له لارې غواړي، چې ددې ولایت بزګر او بڼوالو ته کاري فرصتونه برابر او د دوی د عوایدو کچه لوړه کړي.
باید وویل شي، چې سږکال د هلمند دکرنې ریاست له خوا نږدې ۱۰۰ زره او د خصوصي سکټور له لارې څه باندې یومیلیون مېوه لرونکي او زینتي نیالګي وېشلو ته چمتو شوي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۵:۴۹
Background image

بادغیس کې د پستې نږدې ۱۷۶ هکتاره بڼونه بیارغول شوي 

د بادغیس د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، په دې ولایت کې نږدې ۱۷۶ هکتاره ځمکه د پستې بڼونو ته ځانګړې شوې او بیا رغول شوې ده. 
د دوی په وینا، دغه بڼونه د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا کې ۱۵۰ بزګرانو لپاره د اقلیمي بدلون په اړه د پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند « د کرنې او مالدارۍ سکټور د اقلیمي بدلونونو سره د سازښت ریاست» د خپل کلني پلان له مخې، د هېواد. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۰:۵
Background image

کندهار کې د ۱۰۰ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۱۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو په پایله کې، د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام«یو.ان.ډي.پي» په مالي ملاتړ، د څه باندې. . .

بازگشت