پروان کې د سبزوار حوض او کانال د څه باندې ۱۲.۸ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

mail-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۹/۹ - ۱۶:۵۰
حوض و کانال سبزوار به هزینه‌ی بیش از ۱۲.۸ میلیون افغانی در پروان ساخته و به بهره‌برداری سپرده شد


۹ لیندۍ ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پروان ولایت د سیاه ګرد ولسوالۍ د سبزوار د اوبولګولو کانال او حوض جوړ او عملاً ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو ریاست چارسمبال خلیل الرحمن عمر وایي، چې د سبزوار حوض د ۵۰ پر ۴۰ مترو پراخوالي سره، په یوه جریبه ځمکه کې رغول شوې ده. ښاغلی عمر زیاته کړه، چې یاد حوض د درې زره او ۸۰۰ متر مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.
د اوبولګولو ریاست د چارسمبال په خبره، یاد حوض او ورسره کانال یې، ۲۴۰ جریبه ځمکه خړوبوي او په نېغه ورڅخه ۳۵ کورنۍ ګټه پورته کوي.
د دغو زېربناوو دجوړولو ټولیز لګښت ۱۲ میلیونه او ۸۰۷ زره او ۴۱۰ افغانۍ ده.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۸ - ۹:۶
Background image

پکتیکا کې ۲۱۵ مستحقو بزګرانو ته کرنیز توکي ووېشل شول

۲۸ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش 
۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې، د دغه ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اویک مؤسسې له لوري د «په لویدیځ، سویلي او سوېل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۷
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست له ولایتي مسوولینو سره د همغږۍ غونډه وکړه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی ریاست د ولایتي مسوولینو په ګډون د همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه.
په دې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

روزګان کې د څه باندې ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو پایپ‌سکیم پروژه پرانیستل شوه

۲۴ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند د چنار کلي د سرکلا په سیمه کې د څه باندې دوه نیم میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبولګولو د پایپ‌سکیم پروژه. . .

بازگشت