د کندهار په بولدک کې ۲۰ خاورین حوضونه جوړیږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۱ - ۱۴:۱۷
د کندهار په بولدک کې ۲۰ خاورین حوضونه جوړیږي
 
۱ تله ۱۳۹۹
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د بولدک ولسوالۍ د جلال الدین سیمې د ځایي مالدارانو او کوچیانو د اوبو د ستونزې د هوارولو او د مالدارۍ د ودې په پار د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت ۲۰ خاروین حوضونه جوړیږي، چې رغنیزې چارې یې رسماً پیل شوي دي.
دغه پروژه، چې د کرنې وزارت د طبیعي سرچینو د لوی ریاست له خوا پلي کیږي، د کندهار د بولدک ولسوالۍ د ځایي مالدارانو او کوچیانو د مالدارۍ د ودې په پار په کې، د مالدارانو څارویو لپاره ۲۰ خاورین حوضونه او د څړځایونو بیارغول شامل دي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وایي، چې ددې پروژې پلي کول په دې سیمه کې د مالدارۍ د ودې ترڅنګ د مالدارانو د عوایدو د زیاتوالي لامل هم کیږي.
په ورته وخت کې له دغو پروژو څخه د بولدک ولسوالۍبرخمن شوي کوچیان او ځايي مالداران د کرنې وزارت څخه مننه وکړه، چې د مالدارانو او بزګرانو ژوند او تولیداتو ته ډېره پاملرنه او له مالدارانو او بزګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي. هغوی وویل، چې د کرنې وزارت مرستې او همکارۍ ددې لامل کیږي، چې د بزګرانو اقتصاد وده وکړي او تولیدات یې زیات شي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید حفیظ الله سیدي وویل، چې ددې ولسوالۍ د کرنې او مالدارۍ د ودې په موخه تر دې وړاندې هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي، چې ورسره د یادې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یوشمېر ستونزې هوارې شوي دي. ښاغلی سیدي وویل، چې په نږدې راتلونکې کې به په دې ولسوالۍ کې یوشمېر نورې پروژې هم پلي شي، چې د نویو پروژو په پلي کېدو سره به ددې ولسوالۍ د بزګرانو او مالدارانو یوشمېر نور شته ستونزې هم هوارې او د دوی اقتصاد به ور سره وده وکړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۳:۵۴
Background image

د کرنې او مالدارۍ مرستیال د پکتیکا له مشرانو سره وکتل

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، د خپل کار په دفتر کې د پکتیکا ولایت له یو شمېر مشرانو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۳:۴۴
Background image

د میدان وردګو د کرنې ریاست د ولسوالیو یوشمېر کارکوونکي وروزل شول

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، ابولګولو او مالداری وزارت په لارښونه د میدان وردګو ولایت د کرنې، ابولګولو او مالداری ریاست لخواه د دی ولایت د دایمیرداد، جغتو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۳۵
Background image

ننګرهار کې په څلورو کتګوریو کې ضبط شوي غرني لرګي د ازادې بولۍ په ترڅ کې وپلورل شو

۱۹ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۶ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
ننګرهار کې د بېلابېلو اداراتو له لورې د ټاکل شوي کمېټې په شتون کې په یاد ولایت کې نیول شوي او ضبط شوي غرني لرګې د لسو سوداګرو ترمنځ د. . .

بازگشت