هلمند کې سږکال د کونځلو کروندې زیاتې شوي دي

mail-admin
شنبه ۱۳۹۹/۶/۱ - ۱۰:۴۸
هلمند کې سږکال د کونځلو کروندې زیاتې شوي دي
 
۱ وږی ۱۳۹۹
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال په دې ولایت کې د کونځلو کروندې زیاتې شوي دي او ددې هیلې شته چې حاصلات یې هم د نورو کلونو په پرتله زیات شي.
دهلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې روان کال ددې ولایت په یو زر او ۶۳۴ هکټاره ځمکه کونځلې کرل شوي، چې د هر هکټار حاصل یې ۱.۲ مټریک ټنه اټکل شوې ده.
ښاغلی الکو وویل، چې د هلمند دکرنې ریاست په دې وروستیو کلونوکې بزګرو او ځمکوالو ته د بېلابېلو پروګرامونو له لارې عامه پوهاوی او زده کړې ورکوي ترڅو مشروع کرکېلي ته مخه کړي او ددې ترڅنګ بزګرانو سره د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو په برخه کې مرستې او همکارۍ هم کوي.
هلمند یو له هغو ولایتونو دی چې د کونځلو د کر لپاره مناسبه هوا او اوبه لري.
باید وویل شي، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۱:۱۶
Background image

د بلخ شولګرې ولسوالی کې۲۱ مالدارانو ته د شېدو راټولولو کيټونه ووېشل شول

۲۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت، د هالنډ کمېټې  په همکارۍ، ددې ولایت د شولګې ولسوالی ۲۱. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۱:۱۱
Background image

د بلخ دکرنې ریاست؛ د ترکیې سوداګرو او کرنې ریاست ترمنځ د کرنې د ودې په اړه ګډې هوکړې وشوې

۲۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ترکیې د سوداګریزو شرکتونو یو شمېر استازو د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له رییس حافظ محمد موسا مبین سره وکتل.
په دې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۱۱:۱
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې پر یوشمېر بېوزلو کورنیو وزې او اړوند توکي وېشل کېږي

۲۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په تطبیقي همکارۍ، د. . .

بازگشت