د انجې کرکېلي ته د هلمندي بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۵/۶ - ۱۴:۵۶
د انجې کرکېلي ته د هلمندي بزګرانو لېوالتیا زیاته شوې
 
۶ زمری ۱۳۹۹
په هلمند ولایت کې د انجې کرکيله او سوداګري په غوړېدو ده او هلمندي بزګران انجې (هنګ) کرکېلي ته لېوال شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.
ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت د بولان په فارم کې په یوه جریبه ځمکه کې د انجې (هنګ) طبي بوټې کرل شوې وه او پرې څېړنې وشوې.
په دې فارم کې پر انجې تر څېړنو وروسته اوس مهال د هلمند په ګرم سېر ولسوالۍ کې بزګرو په خپلو ځمکو کې نږدې ۳۰۰ جریبه انجه کرلې ده. دمګړۍ د یادو کروندو د انجې د حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شوې او ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.
لکه څنګه چې د انجې بوټي ډېرې کمې اوبو ته اړتیا لري ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.
انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي او د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کیږي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۹:۴۷
Background image

هلمند کې ۶۲ مالدارانو ته د شېدو راټولولو کيټونه ووېشل شول

۲۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت، د «ډي،سي،اې» مؤسسې په همکارۍ،۶۲ مالدارانو ته د شېدو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۹:۳۰
Background image

دهلمند سنګین ولسوالی کې لسګونو بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي


۲۳ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو دخوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» په مالي او د جک مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۲ - ۱۷:۴۵
Background image

لغمان کې د۲۰ میلیونو افغانیو په ارزښت د هګیو چرګانو د تولید واړه فارمونه جوړېږي

۲۲ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۹ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق 
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د«ان،سي،ار،او» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې. . .

بازگشت