نورستان کې بزګرو ته دعملي او نظري زده کړو په موخه ننداریزې قطعې جوړې شوې

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۳/۲۰ - ۱۰:۵۲
نورستان کې بزګرو ته دعملي او نظري زده کړو په موخه ننداریزې قطعې جوړې شوې
۲۰ غبرګولی ۱۳۹۹
د نورستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې بزګرانو او کروندګرو لپاره د عملي او نظري زده کړو ورکولو په موخه د نباتي افتونو او ناروغیو د مخنیوي په برخه کې ننداریزې قطعې جوړې شوي دي.
د نورستان دکرنې ریاست وایي، چې ددې ولایت په مرکز پارون او نورګرام ولسوالۍ کې د نباتي ناروغیو هر اړخیز مخنیوی (IPM) په موخه چې صنعتي نباتات، سابه او مېوې په کې شامل دي څلور ننداریزې قطعې جوړې شوي دي.
د نورستان د کرنې ریاست د چارواکو په خبره په دې ننداریزو قطعو کې بزګرانو او کروندګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو د میخانیکي مخنیوی لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کیږي.
باید وویل شي، چې دیادې پروسې له لارې به بزګر وتوانیږي ترڅو په اسانۍ سره مخکې تر دې، چې نباتي ناروغۍ او افتونه یې پر کښتونو یرغل وکړي مخه یې ونیسي، چې په دې سره به دبزګرو د صنعتي نباتاتو، سبو او مېوو کمیت او کیفیت ښه او لوړ حاصلات به ترلاسه کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۶:۰
Background image

کابل کې د امام ابوحنیفه د ملي او نړۍوال نندارتون په پرانیسته کې د کرنې وزیر ګډون

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، د امام ابو حنیفه د څلورم ملي او نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې چې د کابل په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۵:۴۱
Background image

کندز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو د خوراکي توکو وېش تر سره شو


۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د «داکار» دفتر په همکارۍ او د کندز ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د کندز د مرکز او چهاردرې ولسوالۍ ۱۴۰ تن مالدارانو ته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د هلمند نوزاد کې یو چکډېم جوړ او رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۶ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۶ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د نوزاد ولسوالی په غوریانو سیمه کې یو چکډېم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
یاد. . .

بازگشت