پکتیا کې د پیازو ساتلو ۲۰ زېرمې ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۱۴ - ۱۵:۳۳
پکتیا کې د پیازو ساتلو ۲۰ زېرمې ګتې اخیستنې ته وسپارل شول

۱۴ کب ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (NHLP)له خوا د پکتیا په ولایت کې بزګرانو او ځمکوالو لپاره د پیازو ساتلو ۲۰ زېرمې جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر محمدالدین مومند وایي، چې د پیازو د یادو زېرمو د جوړولو ټولیز لګښت څلور مېلیونه او ۸۵۰ زره افغانۍ ده، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې په همکارۍ ددې ولایت په څمکنیو او ډنډپټان ولسوالۍ کې جوړې شوي دي. د ښاغلي مومند په خبره د پیازو جوړې شوي زېرمې هر یوه یې د ۲۰مټریک ټنو پیازو د ساتلو وړتیا لري، چې ۱۰ یې د څمکنیو او ۱۰ نور یې د پټان په ولسوالۍ کې جوړې شوي دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ اومالدارۍ پروژې چارواکي وایي، چې د پيازو د سړو خونو په جوړولو سره به د بزګرانو ستونزې هوارې او کال دوولس میاشتې به په مارکېټونو کې پیاز په مناسبه بیه وموندل شي .
ددې ترڅنګ بزګرانو او د پیازو سوداګر د یادو زېرمو په جوړیدو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې تر دې وړاندې د سړو خونو د نشتوالي له امله یې پياز په ارزانه بیهپلورل کېدل، چې هم دوی ته هم بزګرانو ته یې زیان ډېر و.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کلونو کې د کرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا بزګرانو او سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرولو په پار د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پیازو او نورو سبو او مېوو د زېرمه کولو او ساتلو په موخه لسګونه سړې خونې جوړې شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۲۳
Background image

لغمان کې د ۲۰۳ جریبه ځمکې لپاره د سبو اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل شوه

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او د ازبکستان هېواد د مالي همکارۍ په پایله کې، د یاد ولایت په مرکز مهترلام او پنځو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۱۵
Background image

ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو لپاره کرنیز توکي ووېشل شول

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې ریاست له لوري د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پراختیایي بودیجې له لارې ۴۵ تنو بزګرانو ته د جوارو د ننداریزو کروندو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۶ - ۱۲:۱۳
Background image

د پکتیکا د کرنې ریاست د ولسوالیو یوشمېر کارکوونکي وروزل شول

۱۶ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۳ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
 د کرنې، ابولګولو او مالداری وزارت په لارښونه د پکتیکا ولایت د کرنې، ابولګولو او مالداری ریاست لخواه د دی ولایت د ۲۰ ولسوالیو کاروونکو ته. . .

بازگشت