د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله‌سره او مارکو بازار کې یو شمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه بزګرانو او مالدارانو ته د معیاري، مسلکي او باکیفیته خدمتونو د وړاندې کولو او د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو د پلور د مخنیوي په موخه ترسره شوه.
د څارنې پر مهال د درملتونونو جوازونه، د حفظ‌الصحې وضعیت، د درملو کیفیت او نېټې، د کرنیزو او حیواني درملو د جلا ساتلو څرنګوالی او د اړوندو اصولو مراعات وکتل شول. یو شمېر تاریخ‌تېر درمل هم راټول او له درمل پلورونکو سره د قوانینو د رعایت په اړه لازمې سپارښتنې وشوې.
همدارنګه هغو درملتونونو ته چې جوازونه یې پای ته رسېدلي یا یې جوازونه نه درلودل، لارښوونه وشوه چې خپل جوازونه نوي یا ترلاسه کړي او له غیرقانوني فعالیت څخه ډډه وکړي.
درمل پلورونکو ته ټینګار وشو چې له غیرمعیاري درملتونونو، د غیرمسلکي کسانو له ګمارنې، د بې‌کیفیته درملو له پلور او واردولو څخه په کلکه ډډه وکړي.
د ننګرهار کرنې ریاست د دوامدارو څارنو له لارې هڅه کوي، څو د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د درملو د کیفیت معیارونه خوندي او بزګرانو او مالدارانو ته د باور وړ او معیاري خدمتونه وړاندې شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۷
Background image

د ننګرهار شینوارو کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه وشوه

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د شینوارو ولسوالی د کرنیزو او مالدارۍ خدمتونو مدیریت ګډ پلاوي د غني خېلو، پله. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۷
Background image

روزګان کې د لبنیاتو دوه معیاري مرکزونه فعال شول

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د روزګان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د هالنډ کمېټې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالی. . .

بازگشت