د کونړ څوکۍ ولسوالی کې زلزله‌ځپلو ۵۰ کورنیو ته محلي نسل غواګانې ووېشل شوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۲۴
د کونړ څوکۍ ولسوالی کې زلزله‌ځپلو ۵۰ کورنیو ته محلي نسل غواګانې ووېشل شوې

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالی کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو مالدارو کورنیو د ملاتړ په موخه، ۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته بلاربې، ځوانې او د کونړ د محلي نسل غواګانې ووېشل شوې.
دغه مرسته د کونړ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ډنمارک د کډوالو شورا  په مالي لګښت او د «ستاسو غږ» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، د څوکۍ ولسوالی له ۵۰ اړمنو او زلزله‌ځپلو کورنیو سره ترسره شوه.
د دې مرستې په ترڅ کې هرې کورنۍ ته یوه بلاربه، ځوانه او د کونړ د محلي نسل غوا ورکړل شوه، چې له دې لارې به یادې کورنۍ وکولای شي د شېدو او خوسکیو له ترلاسه کولو څخه په ګټې اخیستنې خپل اقتصادي وضعیت پیاوړی او د ژوند اړتیاوې تر یوه بریده برابرې کړي.
مسوولین وايي، د یادې مرستې لړۍ به همدلته پای ته ونه رسېږي، بلکې ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کیلوګرامه متراکمه حیواني خورا او د څارویو د حفظ‌الصحې یو حیواني روغتیايي کټ هم ورکړل شي.
د کونړ د کرنې ریاست چارواکي د دغو مرستو موخه د زلزله‌ځپلو مالدارو کورنیو اقتصادي پیاوړتیا، د څارویو د روزنې ملاتړ او د هغوی د معیشت د بېرته رغولو لپاره د زمینه برابرول بولي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۵:۱۴
Background image

د کرنې وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې له رییس سره وکتل

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او ادارې «اف‌اې‌او» له رییس ریچارډ ترینچارډ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۳۱
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت: د هډې فارم مالدارۍ څانګه هره ورځ شاوخوا ۶۰۰ لیټره شیدې تولیدوي

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت اړوند د هډې فارم په مالدارۍ فارم کې له ۳۰۶ غواګانو څخه ۶۳ یې شیدې ورکوي، چې هره ورځ ترې شاوخوا ۶۰۰ لیټره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۹ - ۱۰:۲۴
Background image

د کونړ څوکۍ ولسوالی کې زلزله‌ځپلو ۵۰ کورنیو ته محلي نسل غواګانې ووېشل شوې

۹ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالی کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو مالدارو کورنیو د ملاتړ په موخه، ۵۰ زلزله‌ځپلو کورنیو ته بلاربې، ځوانې او د. . .

بازگشت