د کندهار کرنې ریاست: د شاتو مچیو روزنه د اقتصادي ودې او کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم ګام دی
۲۶ غویی ۱۴۰۵ه.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان (یواناوډيسي) په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ د کندهار ولایت د شاهوليکوټ ولسوالی ۲۰ تنه بېوزله او اړمنو کورنیو ته د شاتو مچیو د روزنې فارمونه جوړ او وسپارل شول.
د مسؤلینو په وینا، د دغې پروژې ټولیز ارزښت ۱۶ زره امریکایي ډالره دی، چې موخه یې د شاتو مچیو روزنې ته پراختیا ورکول، د بېوزله کورنیو اقتصادي ملاتړ، د کارموندنې فرصتونو برابرول او د محلي تولیداتو پیاوړتیا ده.
د پروژې د مؤثر تطبیق او ښه استفادې لپاره یاد کسان په دوو ګروپونو وېشل شوي، چې هر ګروپ ۱۰ غړي لري. هر ګروپ ته یوه خیمه، ۴۰ د شاتو مچیو صندوقونه، ۱۰ خالي صندوقونه، د عسل پروسس ماشین، د حفظ الصحې ځانګړی کېټ او نور اړین وسایل سپارل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست چارواکی وایي، هڅه کوي د بدیلو معیشتي پروګرامونو له لارې خلکو ته د دوامدار عاید سرچینې برابرې کړي، څو هم د کورنیو اقتصادي وضعیت ښه شي او هم د شاتو تولید او مالدارۍ سکټور وده وکړي.
بلخوا، د سیمې اوسېدونکو د دغې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا ډول پروژې د بېوزلو کورنیو لپاره د عاید ښه فرصتونه رامنځته کوي او خلک د کوچنیو کاروبارونو پر لور هڅوي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د همدې ادارو په مالي او تخنیکي ملاتړ شپږ تنه وټرنران په کابل کې د غواګانو نسل اصلاح او مصنوعي القاح په برخه کې روزل شوي وو، چې وروسته د کندهار یو شمېر ولسوالیو ته له اړینو تجهیزاتو سره یوځای استول شوي دي.
