د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو نباتي نمونې د دقیقې څېړنې او مایکروسکوپي معاینې په موخه وڅېړل شوې، چې پایله کې یې د پیازو یوه فنګسي ناروغي تثبیت شوه.
د چارواکو په وینا، د ترسره شوې ساحوي کتنې، د ناروغۍ د نښو نښانو ارزونې او تخنیکي تحلیل له مخې څرګنده شوې چې یاد نبات د فنګسي ناروغۍ له امله اخته شوی دی. د لابراتواري تشخیص پر بنسټ، د دغې ناروغۍ عامل فنګس تثبیت شوی، چې په پیازو کې د Downy Mildew ناروغۍ لامل ګرځي.
یاده ناروغي عموماً د زیات لندبل، یخو شپو او د هوا د کم جریان په شرایطو کې په چټکۍ سره وده او خپرېږي. د ناروغۍ مهمې نښې د پاڼو پر سطحه د ژیړ یا سپین رنګ بدلون، د پاڼو وچېدل او له منځه تلل، او همدارنګه د خړ، تور یا بنفش رنګه فنګسي سپورونو څرګندېدل بلل شوي دي.
د یادې ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه بزګرانو ته سپارښتنه شوې چې ناروغ بوټي له کروندو راټول او له منځه یوسي، د اوبو لګولو منظم مدیریت ته جدي پاملرنه وکړي، د زیات لندبل مخه ونیسي، د کروندو مناسب هوا جریان برابر کړي، او له اغېزمنو کیمیاوي درملو لکه متالکسایل جمع منکوزیب او یا تایفونیټ میتایل څخه استفاده وکړي.
د خوست د کرنې ریاست ډاډ څرګند کړی چې دغه اداره به د علمي او تخنیکي خدماتو له لارې بزګرانو ته پر وخت معلومات او لازمې مشورې وړاندې کوي، څو د کرنیزو حاصلاتو ساتنه، د ناروغیو مخنیوی او د تولیداتو وده یقیني شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت