د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳ شنې خونې د درې کسیز پلاوي په حضور کې مستحقو بزګرانو ته وسپارل شوې او رسماً ګټې اخیستنې ته وړاندې شوې.
یادې شنې خونې د ټاکل شويو تخنیکي معیارونو او بیکیو مطابق جوړې شوې دي، چې موخه یې په سیمه کې د سبو تولید زیاتوالی، د بزګرانو اقتصادي پیاوړتیا او د عصري کرنې پراختیا بلل کېږي.
د یادو شنو خونو ترڅنګ بزګرانو ته د کرنې اړوند ګڼ شمېر اړین توکي هم ووېشل شول، چې په کې دوه لمریز سیستمونه، زر لیټره د اوبو ټانکۍ، آبازک، کنټرولر، کانډوېټ، کینسر، بریکر، پیټماس، د ملچ پلاستیک او د سبزیجاتو اصلاح شوي تخمونه شامل وو، چې ټول د ان سي اې مؤسسې له لوري برابر شوي وو.
همداراز د کرنې ریاست مسؤلو کارکوونکو مستحقو بزګرانو ته د شنو خونو د کښت، پالنې او اغېزمنې استفادې په اړه لازمې تخنیکي لارښوونې او مشورې هم وړاندې کړې، څو وکولای شي له دغو اسانتیاوو څخه غوره ګټه واخلي.
د شنو خونو له سپارلو وروسته د سیداباد ولسوالۍ بزګرانو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا ډول پروژې د دوی په ژوند او اقتصاد کې مهم بدلون راولي. هغوی د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه هم وکړه او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به په دغو شنو خونو کې بېلابېل سبزیجات وکري، چې له امله به یې د کورنیو عایدات زیات شي.
بل لور ته د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست مسؤلینو بزګرانو ته ډاډ ورکړ، چې د شنو خونو د کرنې او مدیریت په برخه کې به وخت په وخت روزنیز پروګرامونه او تخنیکي ملاتړ دوام ولري.


۱۳ سبزخانه در سیدآباد میدان وردک به بهره‌برداری سپرده شد
۱۲ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
۱۳ سبزخانه در مناطق مختلف ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و حمایت مالی موسسه ان‌سی‌اې، در حضور یک هیأت سه‌نفره به دهقانان مستحق سپرده شد و رسماً به بهره‌برداری رسید.
این سبزخانه‌ها مطابق معیارهای تخنیکی تعیین‌شده و کیفیت لازم ساخته شده‌اند که هدف از آن افزایش تولید سبزیجات در منطقه، تقویت اقتصادی دهقانان و گسترش زراعت عصری عنوان شده است.
در کنار این سبزخانه‌ها، شماری از وسایل ضروری زراعتی نیز برای دهقانان توزیع شد که شامل دو سیستم آفتابی، تانکرهای آب یک‌هزار لیتری، آب‌پاش، کنترولر، کان‌دوئیت، کینسر، بریکر، پیت‌ماس، پلاستیک ملچ و تخم‌های اصلاح‌شده سبزیجات می‌شود که تمامی آن از سوی موسسه ان‌سی‌اې فراهم شده بود.
همچنین، کارمندان مسئول ریاست زراعت به دهقانان مستحق در مورد کشت، نگهداری و استفاده مؤثر از سبزخانه‌ها، رهنمایی‌ها و مشوره‌های تخنیکی لازم ارائه کردند تا بتوانند از این امکانات به‌گونه بهتر استفاده کنند.
پس از سپردن سبزخانه‌ها، دهقانان ولسوالی سیدآباد خوشی خود را ابراز کرده و گفتند که چنین پروژه‌ها تغییرات مهمی در زندگی و اقتصاد آنان ایجاد می‌کند. آنان خواستار تطبیق پروژه‌های مشابه دیگر نیز شدند و افزودند که به‌زودی در این سبزخانه‌ها انواع مختلف سبزیجات را کشت خواهند کرد که باعث افزایش عواید خانواده‌های‌شان خواهد شد.
از سوی دیگر، مسئولان ریاست زراعت ولایت میدان وردک به دهقانان اطمینان دادند که برنامه‌های آموزشی و حمایت‌های تخنیکی در بخش زراعت و مدیریت سبزخانه‌ها به‌صورت دوامدار ادامه خواهد یافت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

کندز کې د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه د کرنې وزارت د پلاوي سفر

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زونونو په کچه د ملکیت د تثبیت واحد مرکز د پرانیستې په موخه، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست لوړپوړي پلاوي کندز ولایت ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۹
Background image

د ننګرهار کوز کونړ کې لسګونو کورنیو ته د هګیو چرګانو وېش؛ د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره مهم ګام

۱۰ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ستاسو غږ مؤسسې) په همکارۍ، د کوز کونړ ولسوالی کې ۱۲۰ تنه راستنېدونکو. . .

بازگشت