د خوست موسا‌خېلو کې د واټرشیډونو د جوړولو په پار پر کاریګرو توکي ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۷
د خوست موسا‌خېلو کې د واټرشیډونو د جوړولو په پار پر کاریګرو توکي ووېشل شول

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې، د موسا‌خېلو ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت تر نظارت لاندې، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام «یوان‌دډي‌پي» مالي ملاتړ او د «ویرو» مؤسسې په همکارۍ، د یادې ولسوالی د څندي کلي ۱۸ تنو کاریګرو ته د ګوړیو کېندلو او واټرشیډونو جوړولو په موخه نهه قلمه توکي ووېشل شول.
د وېشل شوو توکو په لړ کې بېلچه، کلنګ، جاکټ، بوټونه، موزې، دستکشې، ماسکونه، خولۍ او عینکې شاملې وې، چې د کاریګرو د خوندیتوب او د کار د اسانتیا لپاره برابرې شوې دي.
د چارواکو په وینا، د دغو توکو وېش د دې لپاره ترسره شوی، څو کاریګرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي، د واټرشیډونو جوړولو چارې په معیاري او خوندي ډول پر مخ ولاړې شي او همدارنګه د سیمې د اوبو مدیریت ښه شي، د خاورې ساتنه پیاوړې شي او کرنیز فعالیتونه لا زیات پرمختګ ومومي.
د یادونې وړ ده، چې د دې پروګرام له مخې هر کاریګر ته د روزنې او کار په بدل کې ۳۶۰ افغانۍ هم ټاکل شوې دي، څو د هغوی اقتصادي ملاتړ هم وشي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۳
Background image

د افغانستان اسلامي امارت پلاوي د روسیې د ویسوټسک سوداګریز بندر څخه لیدنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت یو لوړپوړي پلاوي، چې مشري یې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني کوله، د روسیې فدراسیون له ویسوټسک سوداګریز بندر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۱
Background image

خوست کې د تېلي بوټو کرکیلې په‌پار د ځمکې سروې ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تېلي بوټو د کرنې د پراختیا په موخه د مناسبو ځمکو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۲۹
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت رییس د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام له چارواکو سره وکتل

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت اجرائیوی رییس محمد نعیم محمدي د خپل کار په دفتر کې په ختیځ زون کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام «یوان‌ډي‌پي» له مسوول اناتولي بالوني او ورسره مل پلاوي سره. . .

بازگشت