خوست کې د تېلي بوټو کرکیلې په‌پار د ځمکې سروې ترسره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۹:۳۱
خوست کې د تېلي بوټو کرکیلې په‌پار د ځمکې سروې ترسره شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ځانګړي حکم پر بنسټ، د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د تېلي بوټو د کرنې د پراختیا په موخه د مناسبو ځمکو د تثبیت او سروې پروسه په منظم، او تخنیکي ډول روانه ده.
په همدې لړ کې، د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د چارو ادارې او د کرنې وزارت د ګډ تخنیکي پلاوي له لوري د خوست ولایت په یو شمېر مهمو ولسوالیو کې د یادې پروسې عملي چارې په بریالیتوب سره ترسره شوې.
د ترسره شوو سروې ګانو له مخې، د خوست ولایت په صبریو/یعقوبیو، تڼیو، علېشیرو/تریزیو او باک ولسوالیو کې ټولټال ۱۹ زره او ۵۱۱ جریبه ځمکه د تېلي بوټو د کرنې لپاره تثبیت او سروې شوه.
یاده شوې ځمکه د کرنیزو معیارونو له مخې مناسبه ارزول شوې او پلان دا دی، چې په نږدې راتلونکي کې به پرې بېلابېل تېل لرونکي نباتات لکه شړشم، کونځله، زغر، لمرګلۍ او ممپلي وکرل شي.
دا اقدام به نه یوازې د کرنیزو تولیداتو په زیاتوالي کې مرسته وکړي، بلکې د بزګرانو د عوایدو لوړولو، د کرنیزو محصولاتو د تنوع رامنځته کولو او د هېواد د خوراکي او اقتصادي ځانبساینې په برخه کې به مهم رول ولوبوي.
او همدارنګه، د دغې پروسې عملي کېدل به د وارداتي نباتي تېلو پر ځای د کورنیو تولیداتو د ودې لامل شي او ملي اقتصاد به لا پیاوړی شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت چارواکو، د دغه ډول پروګرامونو تطبیق د کرنیز سکتور د بنسټیزې ودې لپاره یو مهم او ستراتیژیک ګام بولي. دوی ټینګار وکړ چې د کرنې وزارت به په راتلونکي کې هم د بزګرانو د ملاتړ، د تولیداتو د زیاتوالي او د عصري کرنې د ترویج لپاره ورته پراختیايي او تولیدي پروګرامونه په لا اغېزمن ډول پلي کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۱۶
Background image

د هلمند مرکز لښکرګاه کې یوشمېر بزګران وروزل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د نباتاتو ساتنې او قرنطین مدیریرت کارکوونک له لوري، د مرکزي لوی کاریز. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۴۹
Background image

کندهار کې زرګونه کوچنیو څارویو ته د داخلي پرازیټونو مخنیوی په موخه د درمل ورکولو کمپاین پیل شو

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ښار او ۱۶ ولسوالیو کي د ۶۱۰ زره ۸۰۰ کوچنیو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۲
Background image

د کوکنارو بدیل کرکیلې په پار د کندهار په دوو ولسوالیو کي پر لسګونه بزګرانو د پنبې تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شول

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزي نړۍوال سازمان په مالي ملاتړ او د. . .

بازگشت