د خوست دکرنې ریاست؛ د عشر راټولولو په اړه د مرکز متون قومي مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه
۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات د راټولولو او تنظیم مسؤولینو د مرکز اړوند متون قومي مشرانو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په دغه د همغږۍ ناسته کې د عشر راټولولو او ګزارشاتو تنظیم آمر مولوي اظهار الدین ابونصر، د ترغیبي عبوري او اموال مواشي زکات جمعاوري آمر مولوي حفیظ الله نثار، د عشر/زکات عوایدو تنظیم او محاسبې آمر قاري سید مرجان خالد او د عشر کارپوه عبدالمجید منیب ګډون کړی و.
ناسته د عشر او زکات راټولولو بهیر د لا ښه تنظیم او همغږۍ لپاره ترسره شوه. مسؤولینو د قومي مشرانو څخه غوښتنه وکړه، چې د عشر عاملینو سره د عشر په راټولولو کې بشپړه همکاري وکړي او د حاصلاتو شرعي سهم (نیمایي عشر) په خپل وخت سره عاملینو ته وسپاري.
قومي مشرانو د ریاست له مسؤلینو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې د عشر ټول بهیر په سمون او شفافیت کې به لازم ملاتړ کوي.
