د کندهار دوو ولسوالیو کې ۷۵ بېوزلو کورنیو ته وزې او لبني توکي ووېشل شول
۲ مرغومې ۱۴۰۴ه.ش
۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.ای.او) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې (کې.آر.او) په تخنیکي همکارۍ د کندهار په لوړ میوند او کښته میوند ولسوالیو کې ۷۵ بېوزلو او اړمنو کورنیو ته ټولټال ۱۴۰ وزې او لبني توکي ووېشل شول.
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ آمریت چارواکي وایي، دا مرسته د کښته میوند ولسوالی ۴۰ کورنیو او د لوړ میوند ولسوالۍ ۳۵ کورنیو ته په عادلانه او شفاف ډول وېشل شوې ده، چې د مرستې له مخې، هرې کورنۍ ته دوه وزې او ترڅنګ یې د لبني توکو ۲۸ قلمه بشپړ او معیاري کیټ ورکړل شو.
د دې مرستې موخه د بېوزلو او اړمنو کورنیو اقتصادي ملاتړ، د هغوی د عاید سرچینو پیاوړتیا، د ژوند د اساسي اړتیاوو پوره کول او د بېوزلو کورنیو لاسنیوی کول دي.
د یادونې وړ ده، چې په نږدې راتلونکې کې به د کندهار د کرنې ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.ای.او) په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې، د کندهار په نېش ولسوالی کې هم ۷۵ نورو کورنیو ته ورته مرسته ووېشل شي.
