نورستان کې یوشمېر بڼوال وروزل شول
۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۲ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د یوریا سپرې عملي او روزنیز پروګرام د مرکز پارون، واما او کانتیوا ولسوالیو کې ترسره شو.
د دې مدیریت موظف ټیم د سیمې له مسؤلینو سره د همغږۍ وروسته دغه پروګرام د دې لپاره پیل کړ چې بڼوال د یوریا له مؤثر استعمال څخه د نباتي ناروغیو او آفتونو د مخنیوي په برخه کې خبر کړي.
په دې پروګرام کې د مرکز او ولسواليو مختلفو کلیو څخه ۸۰ تنه بڼوال ګډون کړی او عملي روزنه یې تر لاسه کړه. همدارنګه په یو شمېر نمونوي بڼونو کې د یوریا پاشلو عملیه په عملي ډول تطبیق شوه.
بڼوالو د دې پروګرام ښه هرکلی وکړ او خپله چمتووالي یې څرګند کړ چې دا طریقه به په خپلو نورو بڼونو کې هم پلي کړي. د يوريا سپری پروګرامونو ترسره کول به د نباتي ناروغیو په کمولو او د راتلونکي کال د بڼونو تولیداتو په زیاتوالي کې اغېزناک او مثبت رول ولوبوي.
