پکتیا کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۵:۴۰
پکتیا کې د څه باندې ۱۷ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبولګولو دوه کانالونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

۴ مرغومی ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ وزارت د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د بالادې، حسنکي، ګرماشي، کوچي خېلو او خسن خېلو سیمو کې د کرنې وزارت اړوند په کرونده کې د اوبو دتنظیم پروژې « OFWMP» په اډانه کې د اوبولګولو د دوو کانالونو د رغولو چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل.
د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمد دین مومند وایي، د اوبولګولو د یادو دوو کانالونو د جوړولو ټولیز لګښت ۱۷ میلیونه او ۴۳ زره او ۳۹۰ افغانۍ ده، چې د کرنې وزارت په کرونده کې د اوبو د تنظیم پروژې له خوا ورکړل شوې ده.
ښاغلي مومند وویل، چې ددغو کانالونو ټولیز اوږدوالی پنځه زره او ۹۰۰ مترو ته رسیږي او ددې کانالونو له لارې درې زره او ۵۳۰ جریبه ځمکه خړوبیږي او همدارنګه له دغو کانالونو څخه زرګونه کسان په نېغه او نانېغه ډول ګټه پورته کوي.

یاد کانالونه په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي، چې د اوبو د تنظیم او وېش په برخه کې د یادو سیمو د بزګرانو ستونزې په اساسي توګه حل کړي دي.

د دغو کانالونو رغول ددې ترڅنګ، چې د اوبو د ضایعاتو مخه نیسي د کانالونو تر پوښښ لاندې ځمکو د حاصلاتو د ډېر والي لامل هم کیږي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې مؤسسې له رییس سره وکتل

۳ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۰ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پروګرامونو د همغږۍ لوی رییس مولوي عبدالعلي عمري، په افغانستان کې د لوږې پر وړاندې د مبارزې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۴
Background image

د پکتیا په زرمت او روحاني بابا ولسوالیو کې پر ځنګل‌دارۍ ټولنو ۷۳۶ لمریز نغري ووېشل شول

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د اړیکو دفتر له لوري د زرمت او روحاني بابا ولسوالیو په اړوند سیمو کې د ځنګل‌دارۍ ټولنو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۵:۴۲
Background image

کندهار کې د پاکستاني کرنیزو درملو او ګامېښو د قاچاق مخه ونیول شوه

۳۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۷ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټې ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو او د سپین بولدک ولسوالی امنیتي ځواکونو. . .

بازگشت