د هلمند نهرسراج ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۲
د هلمند نهرسراج ولسوالی کې لسګونه بزګران وروزل شول

۱۹وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امریت اړوند د بوټو ساتنې عمومي مدیریت له لوري د نباتي ناروغیو د مخنیوي کمپاین په دوام د نهرسراج ولسوالی کروندګرو ته د جوارو د ناروغیو او افتونو د کنټرول په اړه عملي لارښوونې ورکړل شوې.
کروندګرو ته د فنګسي ناروغیو لکه د پاڼو داغونو او خاکسترک د پېژندنې او مخنیوي لارې، د اقتصادي زیان رسوونکو افتونو لکه د تنې چینجي او کنې د کنټرول څرنګوالی، د کتاري کرنې ګټې، کرنیز تناوب، د هرزه ګیاوو پر وخت مخنیوی او د وقایوي درملو د کارونې سپارښتنې وشوې.
همداراز ټینګار وشو چې بزګران دې د حیواني سرو، کمپوست او شنو سرو څخه زیاته ګټه واخلي، د بې ځایه کیمیاوي سرو او درملو له استعمال ډډه وکړي، او د منظمې او څاڅکې اوبولګولو سیستمونه وکاروي.
کروندګرو د ورکړل شوو لارښوونو هرکلی وکړ او ژمنه یې وکړه، چې په خپلو کروندو کې به یې عملي کړي، چې تمه ده د حاصل د زیاتوالي او اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لامل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۶
Background image

د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ رییس د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام له چارواکو سره وکتل

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د پلان او پالیسۍ رییس سید احمد خالد صاحبزاده، د کرنې او مالدارۍ معینیت او همدارنګه د اوبو لګولو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

د کندهار نېش ولسوالی کې پر لسګونو کورنیو وزې او د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (ایف.اې. ا) په مالي ملاتړ، د کندهار کډوالو مؤسسې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۳
Background image

‏ د للندر د اوبو بند د استملاکي چارو د چټکتیا په موخه غونډه ترسره شوه

‏‏۴ مرغومې ۱۴۰۴ه‍.ش
۴ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۷ه‍.ق
‏‏د للندر د اوبو بند پروژې د استملاکي چارو د چټکتیا په موخه د اوبو او انرژۍ وزارت د انجینري تاسیساتو لوی ریاست په مقام کې غونډه ترسره شوه. . .

بازگشت