هلمند کې درې ټنه بې‌کیفیته او تاریخ‌ تېر حیواني درمل وسوځول شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۳ - ۱۵:۴۴
هلمند کې درې ټنه بې‌کیفیته او تاریخ‌ تېر حیواني درمل وسوځول شول

۳  وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت له لوري هغه بې‌کیفیته، تاریخ‌ تېر او مشکوک لیبل لرونکي حیواني درمل، چې د تېرو درېیو کلونو په ترڅ کې د کرنې ریاست لخوا راټول شوي وو، د ټاکل شوي ګډ پلاوی په حضور کې له ښار څخه لرې د ریګ په سیمه کې وسوځول شول.
د دې چارې موخه په ولایت کې د حیواني درملتونونو د فعالیتونو منظمول، د بې‌کیفیته او تاریخ‌تېرو درملو مخنیوی او د ناڅرګندو شرکتونو له محصولاتو د بازار پاکول دي.
د هلمند دکرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امریت په وینا، د وروستیو هڅو په پایله کې د حیواني درملو په کیفیت کې د پام وړ ښه والی راغلی دی.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۱۲
Background image

کندهار کې د ۶.۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۱۵ شنو خونو د جوړولو چارې پیل شوې

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د ملګرو ملتونو ملتونو د پراختیای ادارې  «یو ان دی پی »په مالي ملاتړ، د سولې بنسټ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۹
Background image

د کرنې وزارت له‌خوا پوهنې وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۵
Background image

ننګرهار کې سلګونو کورنیو ته د شنو خونو جوړولو او سبو او مېوو وچولو ماشینونه ووېشل شول

۳۱ غبرګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
دننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  «اف‌اې‌او»په مالي او د نوي مشورتي او مرستندویه. . .

بازگشت