د ننګرهار شیشم باغ څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۲:۰
د ننګرهار شیشم باغ څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۱ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۸ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوند شیشم باغ څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، ترڅو ددې ولایت د خاورې اوبه اوهوا سره سم کرنیز تخمونه تولید او د بزګرانو په واک کې ورکړل شي.
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې څېړنیز فارم کې په بېلابېلو تخمونو باندي څیړنې روانې دي لکه د غله جاتو په برخه کي، حبوباتو، او صنعتي او تیلي نباتاتو برخه کي او ترڅنګ پر یوشمېر سبو هم څېړنې کېږي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد په کچه څېړنیز فارمونه جوړ کړي دي، ترڅو د هرې سیمې خاورې، اوبه او هوا سره سم کرنیز تخمونه او نیالګي تولید او د بزګرانو په واک کې ورکړي، ترڅو د بزګرانو د کرنیزو محصولاتو په زیاتېدو سره د عوایدو کچې لوړولو ته زمینه برابره شي او د هېواد د کرنیزو محصولاتو په برخه کې ځان بسیاینې ته ورسېږو.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۸
Background image

نورستان کې پر دوه زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې 

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۳۶
Background image

نورستان ولایت کې د لومړي ځل لپاره د ټرایکوډرما کارول پروګرام پیل شو

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د نورستان ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست، د کرنیزو چارو آمریت اړوند د بوټو ساتنې او قرنطین عمومي مدیریت له لوري د ت ټرایکوډرما. . .

بازگشت