د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د اراضۍ کارکوونکو ته: د اسلامي امارت او الهي هدايت مطابق خپل مسؤليتونه ترسره کړئ 

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۴ - ۱۳:۱۹
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال د اراضۍ کارکوونکو ته: د اسلامي امارت او الهي هدايت مطابق خپل مسؤليتونه ترسره کړئ 

۲۴ غویی ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۶ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی ریاست چارواکو لخوا د ( کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، بادغيس، نیمروز، ميدان وردګ، لوګر، هرات، فراه، او غزني) ولایتونو د تصفیې، استملاک، سروې کدستر، د ځمکو انتقال او تبادله، د ځمکو معلوماتي سیستم او ځمکو بانک او د ځمکو اجارې برخې کارکوونکو لپاره د ځمکو په تخنیکي او حقوقي برخو کې څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ د اراضۍ په عمومي رياست کې په لاره اچول شوې، چې نن یې څلورمه او وروستۍ ورځ ده.
د یاد پروګرام په څلورمه او وروستۍ ورځ د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان له دې پروګرام څخه د لیدنې پرمهال له ولايتونو څخه راغلي کارکوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ددغه ډول ورکشاپونو دایرول يې د کارمندانو د ظرفيت د لوړوالي په برخه کې يو ښه اقدام وباله.
د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال له ټولو کارکوونکو او مسؤلینو څخه وغوښتل، چې په خپلو دندو کې له مراجعينو سره ښه چلند وکړي او خپل مسووليت په پوره ايماندارۍ سره ترسره کړی.
ښاغلی فیضان وویل: «هغه څه چې په دې څو ورځو کې مو په دغه ورکشاپ کې زده کړل په خپلو ولايتونو کې يې له نور کارمندانو سره هم شریک کړئ.»
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان د ورکشاپ ګډونوالو ته په خطاب کې وویل:« خپلې دندې په داسې ډول ترسره کړئ، څرنګه چې د افغانستان اسلامي امارت او الله تعالی يې له مونږ څخه غواړي نو کوښښ وکړئ، چې په خپلو دندو کې له پوره دقت، اخلاص او صداقت څخه کار واخلی او هېڅ کله هم له خپل مسووليت څخه ناوړه استفاده ونکړي.»
په همدې حال کې د یاد روزنیز ورکشاپ ګډونوال له دې پروګرام څخه خوښ دي او دا یې د زده‌کړې، تجربو تبادلې او مسلکي ودې لپاره ګټور وباله. دوی تمه وښودل، چې دا ډول پروګرامونه به د هېواد په نورو برخو کې هم دوام ومومي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۵:۲۵
Background image

د بلخ نهرشاهي کې بزګرانو ته د زعفرانو د کرکیلې او حاصل ټولولو روزنه ورکړل شوه

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د لاس په لاس موسسې په همکاري د دې ولایت د نهرشاهي ولسوالی په شهرک ترکمنیه، اوته قل او سیاه‌ګرد. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۴۰
Background image

هلمند ولایت ته د عشر او زکات د تنظیم لوی رییس سفر 

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات  د تنظیم لوی رییس مولوي ندامحمد عابد د خپل کاري سفر په ترڅ کې هلمند ولایت کې د عشر چارې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۴:۳۸
Background image

د پکتیکا ولایت د ځنګلاتو د ساتنې لپاره ګډې کمیټې جوړې شوې

۲۲ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۰ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
پکتیکا کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مشرتابه د لارښوونې او د ریاست‌الوزراء د مقام د هدایت پر بنسټ، په هغو سیمو کې چې شنه. . .

بازگشت