بلخ کې د شنوخونو لرونکو سره د چارچي درملو شیندلو پمپونو مرسته وشوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۲:۵۰
در ولایت بلخ برای مالکان سبزخانه‌ها پمپ‌های دستی مخصوص محلول‌پاشی توزیع شد

۱۱ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري ددې ولایت پر یو شمېر شنوخونو لرونکو د چارچي درملو د شیندلو پمپونو مرسته ترسره شوه.
د بلخ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، دغه مرستې هغو شنوخونو لرونکو ته ورکړل شوې، چې د کرنې له ریاست سره همکار پاتې شوي او د فعالیت رسمي جوازونه لري.
د یاد ریاست د مسؤلینو په وینا، دا اقدام د شنوخونو د ساتنې او د نباتي روغتیا د ښه والي په موخه ترسره شوی، څو د شنوخونو خاوندان وکولای شي خپلې کرنیزې چارې په معیاري او اغېزمنه توګه پرمخ یوسي.
دغو مرستو د بزګرانو د هڅونې او د کرنیزو محصولاتو د کیفیت په لوړولو کې مهم رول لوبولی شي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۵:۵۳
Background image

د ننګرهار په درېیو ولسوالیو کې ۶۰ کورنیو ته د کورني اقتصاد پیاوړتیا لپاره د هګیو چرګان ووېشل شول

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د ډاکار مؤسسې په مالي ملاتړ د دې ولایت په کوټ، رودات او هسکې مېنې ولسوالیو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۱۲:۵۳
Background image

د پکتیکا دکرنې رییس د هالنډ کمېټې چارواکو سره وکتل

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د هالنډ کمېټې له چارواکو سره د همکارۍ د پراختیا په موخه ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

د میدان وردګو سیداباد کې ۱۳ شنې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

۱۲ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د میدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکارۍ او د «ان‌سي‌اې» مؤسسې په مالي ملاتړ ۱۳. . .

بازگشت