ننګرهار کې د ژمنیو نباتاتو  په ناروغیو ککړ سمپلونه په کلکسون کې داخل شو

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۱:۱۹
ننګرهار کې د ژمنیو نباتاتو  په ناروغیو ککړ سمپلونه په کلکسون کې داخل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د بوټو ساتنې مدیریت متخصصینو له لورې د پالکو سپین سرخي فنګسي ناروغۍ، مټرو پلیو ریښي ورستېدنه او ريښه خوړونکي مچ لاروا د یو منظم سیستم له لارې په یو شیشه لرونکي بکس کې بند او بیا په کلکسونو کې ساتل کېږي.
ددغو سمپلونو د ساتلو موخه د کرنې پوهنځي زده کړیالانو  او بزګرانو ته په عملي ډول د ناروغیو نښو، ډول، تاوانونو، درملنه او نورو اړونده برخو کې معلومات ورکول کېږي.
د ننګرهار د کرنې ریاست د بوټو ساتنې مدیریت په یاد کلکسون کې په نباتي ناروغیو ککړ سلګونه ډوله سمپلونه شتون لري، چې وخت نا وخته د افغانستان کرنې پوهنځیو محصلین، یاد کلکسون ته د عملي زده کړو لپاره راځې او ددې مدیریت متخصصینو له لورې معلومات ورکول کېږي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۲۱
Background image

سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو

 ۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ او د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۸
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ بلاروس ته سفر وکړ

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت  د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د یوه ۱۳ کسیز پلاوي په مشرۍ، د افغانستان او بلاروس ترمنځ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۸:۲۶
Background image

نورستان کې ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني متراکم خوراکه ووېشل شوه

۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د نورستان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، ددې ولایت د مرکز پارون او وایګل ولسوالی په کچه ۱۵۰۰ مالدارانو ته حیواني. . .

بازگشت