سویل ختیځ زون کې د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین کمپاین د چمتووالي په موخه روزنیز پروګرام پیل شو
۲۶ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ملګرو ملتونو خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې «افاېاو» په مالي ملاتړ او د مالدارۍ آمریت تر مستقیمې څارنې لاندې، د پوستکې ناروغۍ د مخنیوي او د واکسین کمپاین د اغېزمن او معیاري تطبیق په موخه د خصوصي وترنر ډاکترانو لپاره دوه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو.
په دغه روزنیز پروګرام کې د خوست، پکتیکا او لوګر ولایتونو شاوخوا ۷۰ تنه مسلکي خصوصي وترنر ډاکتران ګډون لري. د روزنې په ترڅ کې ګډونوالو ته د پوستکې ناروغۍ د پېژندنې او مخنیوي، د واکسین د سم او معیاري تطبیق، د ساحوي فعالیتونو د اصولو، د واکسین د کمپاین د عملي چارو او د څارویو د واکسین پر مهال د اړینو مسلکي کړنلارو په اړه لازمې روزنې ورکول کېږي.
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست رییس مولوي سیدامین هاشمي، د دغه روزنیز پروګرام د اهمیت په اړه وویل، چې د روزنې اساسي موخه د خصوصي وترنر ډاکترانو مسلکي ظرفیت لوړول او هغوی ته د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د واکسین د معیاري او مؤثر تطبیق لپاره لازم چمتووالی برابرول دي.
نوموړي زیاته کړه، چې د سویل ختیځ زون لپاره، چې پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني او لوګر ولایتونه پکې شامل دي، ټولټال ۵۷۲،۷۷۳ دوزه د پوستکې ناروغۍ واکسین ځانګړي شوي دي. د نوموړي په وینا، ټاکل شوې چې په راتلونکې اوونۍ کې د پکتیا او غزني ولایتونو وترنر ډاکترانو ته هم ددغه واکسین اړوندې برخې ووېشل شي.
د پلان له مخې، د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې د څارویو د واکسین عملي کمپاین به په نږدې راتلونکو درېیو ورځو کې پیل او د شاوخوا یوې میاشتې په موده کې به بشپړ شي.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسؤلین تمه لري، چې د دې پراخ واکسین کمپاین په عملي کېدو سره به د څارویو روغتیا تر ډېره خوندي، د پوستکې ناروغۍ د خپرېدو کچه راکمه او د مالدارانو احتمالي اقتصادي زیانونه محدود شي. دغه اقدام به د مالدارۍ د سکتور د پیاوړتیا او د څارویو د روغتیا د ساتنې په برخه کې هم مهم رول ولوبوي.
د یادونې وړ ده، چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به واکسین د خصوصي سیمهییزو وترنر ډاکترانو له لوري په بشپړ ډول وړیا تطبیقېږي، چې له امله به یې مالداران وکولای شي خپل څاروي په وړیا توګه واکسین او د پوستکې ناروغۍ پر وړاندې یې خوندي کړي.
برنامه آموزشی آمادگی برای کمپاین واکسیناسیون حیوانات در برابر بیماری لمپیاسکین در حوزه جنوبشرق آغاز شد
۲۶ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ رَبیعالاول ۱۴۴۸ هـ.ق
به تلاش ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، با حمایت مالی سازمان خوراک و زراعت ملل متحد «FAO» و تحت نظارت مستقیم آمریت مالداری، برنامه آموزشی دو روزه برای داکتران وترنر خصوصی، بهمنظور پیشگیری از بیماری لمپیاسکین و تطبیق مؤثر و معیاری کمپاین واکسیناسیون این بیماری، آغاز شد.
در این برنامه آموزشی، حدود ۷۰ تن از داکتران وترنر مسلکی خصوصی از ولایتهای خوست، پکتیکا و لوگر اشتراک دارند. در جریان این آموزش، به اشتراککنندگان در زمینه تشخیص و پیشگیری بیماری لمپیاسکین، شیوه درست و معیاری تطبیق واکسین، اصول فعالیتهای ساحوی، امور عملی کمپاین واکسیناسیون و روشهای مسلکی لازم هنگام واکسین حیوانات، آموزشهای لازم ارائه میشود.
مولوی سیدامین هاشمی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پکتیا، در مورد اهمیت این برنامه آموزشی گفت که هدف اساسی آن، بلندبردن ظرفیت مسلکی داکتران وترنر خصوصی و فراهمسازی آمادگی لازم برای تطبیق معیاری و مؤثر واکسین در برابر بیماری لمپیاسکین است.
وی افزود که برای حوزه جنوبشرق، شامل ولایتهای پکتیا، خوست، پکتیکا، غزنی و لوگر، در مجموع ۵۷۲ هزار و ۷۷۳ دوز واکسین بیماری لمپیاسکین اختصاص یافته است. به گفته وی، قرار است در هفته آینده بخش مربوط به واکسین این بیماری نیز برای داکتران وترنر ولایتهای پکتیا و غزنی توزیع شود.
بر اساس پلان، کمپاین عملی واکسیناسیون حیوانات در برابر بیماری لمپیاسکین، در سه روز آینده آغاز و در مدت حدود یک ماه تکمیل خواهد شد.
مسئولان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری انتظار دارند که با تطبیق این کمپاین گسترده واکسیناسیون، صحت حیوانات تا حد زیادی حفظ، میزان شیوع بیماری لمپیاسکین کاهش و خسارات احتمالی اقتصادی مالداران محدود شود. این اقدام همچنان در تقویت سکتور مالداری و حفاظت از صحت حیوانات نقش مهمی خواهد داشت.
قابل ذکر است که در جریان این کمپاین، واکسین توسط داکتران وترنر خصوصی و محلی، بهگونه کاملاً رایگان تطبیق خواهد شد و مالداران میتوانند حیوانات خود را بدون پرداخت هزینه واکسین کرده و در برابر بیماری لمپیاسکین محافظت کنند.
