د اراضۍ لوی ریاست: ارزګان ولايت کې د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۳۸

۳ سلواغه ۱۴۰۳ھ.ش
۲۲ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله تعالی) د حکم په اساس صنعت او سوداګرۍ وزارت لپاره د هېواد په کچه په هر ولايت کې د زر جريبه ځمکې د تثبيت او انتقال په پار د صنعتي پارکونو د جوړولو په موخه د يو شمېر ولايتونو تر څنګ ارزګان ولایت کې هم د ځمکو د تثبيت چارې بشپړې شوې.
په دغه پروګرام کې، چی د کرنې وزارت اراضۍ لوی رياست لخوا په لاره اچول شوې وه د اراضۍ لوی ریاست د ځمکو معلوماتي سيستم او ځمکو بانک رییس انجنیر احسان اللّٰه الهام، د ارزګان والي او د دغه ولايت د مختلفو څانګو مسؤلينو په شتون کې د يادې ځمکې د تثبيت اسنادونه په رسمي بڼه لاسلیک شول او دغه سندونه به د نورو اجراادآتو په موخه مرکز ته واستول شي.
په پای کې د ارزګان ولایت مسؤلينو په یاد ولايت کې ددغه کار د پایلې څخه خوښي څرګنده کړه او دا کار يې د هېواد د پرمختګ او آبادی په برخه کې ښه ګام وباله.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۲:۱۳
Background image

ننګرهار کې پر لسګونو بزګرانو مرستې ووېشل شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او دافغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي او اروپایي تولنې په مالي لګښت په د دره نور. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۴ - ۱۰:۱۹
Background image

د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالی کې ۱۵۰ مستحقو بزګرانو ته د هوږې کرکیلې تشویقي کیټونه ووېشل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق  
د میدان وردګو ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د دایمیرداد ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د بزګرانو د ملاتړ او کرنیزو. . .

بازگشت