ننګرهار کې ۴۶ زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي
۲۴ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۱۲ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې او اکشن ایډ مؤسسې مسؤلینو د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس سره د کارونو د ښې همغږۍ، داصلاح شوي تخمونو وېش او راتلوونکو پروګرامونو په موخه ناسته ترسره کړه .
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ختیځ زون مسؤل انجنیر خوشحال اصفي حپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه دننګرهار دکرنې رییس سره شریکې کړې.
نوموړې وویل، چې په نږدې ورځو کې به د ننګرهار په ټولو ولسوالیو کې څه باندې ۴۶ زره بزګرانو ته دغنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پاي ته ورسېږي.
ښاغلي اصفي وویل، چې په راتلوونکی کې د مالدارۍ سکتور پیاوړتیا لپاره د طبق او دغواګانو د پوستکي د دانو ناروغیو مخنیوي واکسینونه هم پلي کوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن دملګرو ملتونو ادارې مسؤلینو څخه دمننې ترڅنګ دوی ته په ټولو قانوني چارو کې د همکارۍ او همغږۍ ډاډ ورکړ.