د کرنې او مالدارۍ مرستیال په بیجینګ کې د شنو خونو له ښارګوټو څخه لیدنه وکړه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۰ - ۱۲:۴۶
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په بیجینګ کې د شنو خونو له ښارګوټو څخه لیدنه وکړه 

١٠ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
٢٨ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق 
د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني چین ته د خپل سفر په دوام کې د بیجینګ ښار په څنډو کې د شنو خونو له ښارګوټو څخه لیدنه وکړه.  
دغه لیدنه د کرنې د نوېو او عصري ټیکنالوژیو سره د بلدتیا په موخه ترسره شوه، چې په چین کې د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي او د طبیعي سرچینو اغېزمنې کارونې په موخه جوړې شوې دي.  
د شنو خونو دغه ښارګوټي د تودوخې، رطوبت او د اوبو لګولو پرمختللو سیسټمونو باندې مجهز دي او د کرنې دوامداره او کم‌لګښته لارې کاروي.  
مولوي عثماني د لیدنې په جریان کې د افغانستان د کرنې د ودې لپاره د دغسې ټیکنالوژیو د کارونې اهمیت په ګوته کړ او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د کرنیزو تجربو او ټیکنالوژیو د تبادلې لپاره د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
په دې لیدنو کې د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سلاکار میرویس خوګیاڼي هم حضور درلود.

بازدید معین زراعت و مالداری از شهرک‌های سبزخانه‌ای در شهر بیجینگ چین
۱۰ عقرب ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری افغانستان در ادامه سفر خود به کشور چین، از شهرک‌های سبزخانه‌ای در حومه شهر بیجینگ بازدید کرد.
 این بازدید به منظور آشنایی با روش‌های مدرن کشت و فناوری‌های نوین سبزخانه‌ای صورت گرفت که در راستای افزایش تولیدات زراعتی و استفاده بهینه از منابع طبیعی در چین توسعه یافته‌اند.
این شهرک‌های سبزخانه‌ای به سیستم‌های کنترل دما، رطوبت، و آبیاری پیشرفته مجهز بوده و از شیوه‌های کشاورزی پایدار و کم‌مصرف استفاده می‌کنند.
 مولوی عثمانی در جریان بازدید، اهمیت به‌کارگیری چنین تکنالوژی‌هایی را برای توسعه زراعت افغانستان مورد تأکید قرار داد و خواستار همکاری‌های بیشتر در زمینه تبادل تجربه‌ها و تکنالوژی‌های زراعتی میان دو کشور شد.
در جریان این بازید میرویس خوگیانی مشاور مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری  معین زراعت و مالداری را همراهی می‌کرد .

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۵۳
Background image

کندهار کې د کرنیزو درملو د قاچاق مخه ونیول شوه؛ ۱۵ کارټنه ناقانونه مواد ضبط شول

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د بوټو ژغورنې مدیریت د قرنطین مسؤلینو د کندهار ښار د اوومې ناحیې د باغ‌پُل په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۸
Background image

د څړځایونو د سروې او تثبیت په‌پار کندز ته د تخنیکي پلاوي سفر

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري یو تخنیکي پلاوی د هېواد د شمالي ولایتونو د څړځایونو د سروې، تشخیص او تثبیت په موخه، د بغلان له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
Background image

د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي. . .

بازگشت