پکتیکا کې دعوایدو لوړوالي په پار اړوندو ریاستونو سره ناسته وشوه
۸ لړم ۱۴۰۳ه.ش
۲۶ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه.ق
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د یاد ریاست د عوایدو لوړوالي په پار د اړوندو ریاستونو له چارواکو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
ددې ناستې په ترڅ کې د پکتیکا دکرنې ریاست تخنیکي او مسلکي ټیم ترڅنګ د مستوفیت او مخابراتو ریاستونو استازي هم شتون درلود، چې په ترڅ کې یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
ددې غونډې په ترڅ کې د عوایدو د لوړوالي او پر خپل وخت راټولولو څرنګوالي باندې خبرې اترې او دنظرونو تبادله وشوه او دغه راز په دې لړۍ کې پر روڼتیا او نظم هم ټینګار وشو.