د خوست کرنې ریاست کې د تڼیو او ځاځي میدان ولسوالیو کثیرالرشتوي انستیتوتونو محصلینو لپاره د پراکتیک زده کړو ناسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۳:۵۸
د خوست کرنې ریاست کې د تڼیو او ځاځي میدان ولسوالیو کثیرالرشتوي انستیتوتونو محصلینو لپاره د پراکتیک زده کړو ناسته وشوه

۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په تڼیو او ځاځي میدان ولسوالیو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت اړوند کثیرالرشتوي انستیتوتونو محصلینو ته د پراکتیک زده کړو په موخه معرفتي ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د کرنې ریاست سلاکار بهیر ګل صابري او د کرنیزو چارو آمر مولوي اسلم خان منیب ګډون وکړ. دوی د عملي زده کړو پروګرام محصلینو ته تشریح کړ. د یاد پروګرام له مخې به محصلین د یوې میاشتې لپاره د کرنې ریاست مسلکي کارمندانو له‌خوا هم نظري او هم عملي زده کړې تر لاسه کړي.
دغه پروسه د پراختیایي هڅو یوه برخه ده، چې له وړاندې موجوده وه او موخه یې د محصلینو مسلکي وړتیاوې لوړول او د هغوی عملي مهارتونو ته وده ورکول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت