د ننګرهار کانال شرکت رییس د بټي کوټ ولسوالی یوشمېر مشرانو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲ - ۱۱:۳۰
د ننګرهار کانال شرکت رییس د بټي کوټ ولسوالی یوشمېر مشرانو سره وکتل

۲ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار کانال شرکت رییس سید محمد نعیم «محمدي» د بټي کوټ ولسوالی د باريکاب سېمې د یو شمېر مشرانو او سپين ږیرو سره د کتنې په ترڅ کې د دوی ستونزې او غوښتنې واورېدې.
ددې کتنې په ترڅ کې یادو مشرانو خپلې ستونزې او غوښتنې د کانال شرکت رییس سره شریکې کړې او دحل غوښتنه یې وکړه، چې د کانال شرکت رییس له خوا دوی ته د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکړل شو.
دغه راز ددې کتنې په ترڅ کې د څلورم فارم لومړي بلاک اوله نمرې ځمکې‌په تړاو هم خبرې اترې وشوې، چې په پايله کې راغلو مشرانو ته د ننګرهار وادي کرنيز شرکت رییس سید محمد نعيم «محمدي » وويلې چې د ټاکلو اصولو او قوانينو له مخې به په دې هلکه چلند ووشي.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۹
Background image

خوست کې یوشمېر بزګرانو ته د سویابینو کرکیلې په اړه روزنه ورکړل شوه


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالی د کرنیزو چارو مدیریت په همغږۍ او د «اوآرډي». . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۳:۲۷
Background image

د پاکستان قاچاقي څارویو په وړاندې د بریالي هڅو په دوام؛ دا ځل د لسګونو مېښو د قاچاق مخه نیول شوې


۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې یو ځل بیا په سپین بولدک ولسوالی کې د ویښو او بیداره مجاهدینو له لوري د ۱۸۴ سره مېښو د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۸:۹
Background image

زابل کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د کرنیز او سوداګریز کمپلکس رغنیزې چارې پرانیستل شوې

۲۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۲۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د زابل ولایت د شاه‌جوی ولسوالی کې د خصوصي سکټور له لوري د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په پانګونې د «سوداګریز، کرنیز او مالدارۍ» کمپلکس «ټولګه». . .

بازگشت