هلمند کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۱:۳
هلمند کې حيواني او نباتي درمل پلورنځیو څخه څارنه وشوه 

١٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست د بوټو ساتنې مدیریتونو له لورې، ددې ولایت د مرکز لښکرګاه او ناوې ولسوالی په مربوطاتو کې دحيواني او نباتي  درمل پلورونکو هټيو څخه څارنه او کنټرول ترسره شوه. 
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چترلاندې د ترویج مدیریت ګډ پلاوي په یادو سمیو کې  یوشمېر حیواني او نباتي درملتونونه وڅارل.
دغه څارنه بزګرانو او مالدارانو ته د معیاري چوپړونو د وړاندې کولو په پار ترسره شوي دي.
په دغه څارنه کې د حیواني او نباتي درملتونونو څارنه، د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو تشخیص، د درملتونونو او وترنریو پاکوالۍ او د کرنې وزارت د قوانینو پر اساس د درملتونونو جوازونو څارل شامل دي.
د دغه کنټرول موخه د بې کيفيته او تاريخ تېرو  درملو  پلور مخنیوی، مالدار ته نسخې ورکول،  په خپل سر د هټيو پرانیستلو مخنیوی او د غير قانونې درمل پلورولو مخنیوی دی. 
دغه څارنې او ارزونې ددې لامل کېږي چې، درملتونونه او د وترنرۍ د برخې فعالین خپلو مشتریانو ته معیاري او په ښه کیفیت برابر چوپړتیاوې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۵:۳۸
Background image

دکرنې وزارت له خوا ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ته  په دوو ولایتونو کې نږدې ٢٥٠جریبه ځمکه ولېږدول شوه

١٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اراضۍ لوی ریاست چارواکي وایي، چې د جوزجان ولايت مرکز او آقچې ولسوالی کې او همدارنګه د هرات ولایت ګذرې ولسوالی کې د الکترونيکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۵:۳۴
Background image

میدان وردګو ولایت کې یوه سړه خونه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوه

١٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست، د مرکز میدان ښار اول خېلو سیمه کې د ۵۰۰ مټریک ټنو په ظرفیت، یوه سړه خونه خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړه.
د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۱:۳۹
Background image

هلمند کې لسګونو بزګرانو ته د غنمو د پېرلو کړنلاره تشریح شوه

١٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا لسګونو بزګرانو ته په لښکرګاه کې د غنمو د پیرلو شرطونه او کړنلاره تشریح شوه.
په دې. . .

بازگشت