ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه
![ننګرهار کې یوشمېر بزګرانو ته روزنیز پروګرام په لاره واچول شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-05/img-20240512-wa0192.jpg)
۲۳ غویی ۱۴۰۳ه.ش
۳ ذوالقعده ۱۴۴۵ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند بوټو ساتنې مدیریت کارکونکو له لورې ددې ولایت په درېیو ولسوالیو کې ۵۰ تنو کرونده ګرو ته روزنه ورکړل شوه.
د ننګرهار د کرنې ریاست د بوټو ساتنې سیمه ییزو کارکوونکو له لورې په بټي کوټ، بهسود او حصارک ولسوالیو کې ۵۰ تنو بزګرانو ته د غوړکي، غل چینجي، هرزه وښو مخنیوي، سبو او نورو بوټو کې ناروغیو او افاتو د هراړخیز کنټرول په موخه روزنه ورکړل شوې ده.
دغه راز په يادو ولسوالیو کې بزګرانو او بڼوالو ته په بڼونو کې د کیمیاوي درملو استعمال، ژغورنې، احتیاطي تدابېرو، د درملو زیانونو او ګڼو نورو برخو کې هراړخیز معلومات ورکړل شوي دي.
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست هڅه کوي، د خپلو متخصصینو پر مټ بزګرانو او بڼوالو ته د ناروغیو او افاتو په اړه پر وخت معلومات وړاندې کړي، ترڅو د ناروغیو مخنیوي وشي او بزګران له زیانونو خلاص شي.