هلمند کې د لسګونه جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه
![هلمند کې د لسګونه جریبه ځمکو د غصب مخه ونیول شوه](https://www.mail.gov.af/sites/default/files/2024-04/49302093-b42b-4f82-b303-59248c522351.jpeg)
۲۸ وری ۱۴۰۳ه.ش
۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۵ه.ق
هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د تخنیکي پلاوي د هلو ځلو په ترڅ کې د سلګونو جریبه ځمکو د غصب مخه نیول شوی دی.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د ځمکې غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی له خوا ددې ولایت په واشېر، باباجي او مارجې ولسوالیو کې د لسګونه جریبه آمارتي ځمکو د غصب مخه نیول شوی دی.
باید وویل شي، هلمند کې د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته را ګرځولو د کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو امارتي ځمکو د غصب مخنيوی کړی او د ټول ولایت په کچه د ځمکو د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ګرځولو په موخه يې د عملياتي پلان تطبيق جريان لري.