د ځمکو چارو لوی رییس: په خپلو چارو کې رښتنولۍ، اخلاص او روڼتیا ته پام وکړئ

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۹/۲۸ - ۱۰:۱۰
د ځمکو چارو لوی رییس: په خپلو چارو کې رښتنولۍ، اخلاص او روڼتیا ته پام وکړئ

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو لوی رییس مولوی محمود مظلوم په مشرۍ ددې ریاست په مقام کې د غیر رسمي ښاري سیمو د ثبت ریاست رییس مولوی عبدالصمد پاڅون او ددغه ریاست له یوشمېر کارکوونکو سره په کتنه کې د کابل ولایت په بګرامۍ ولسوالی او د دغه ولايت په ۲۱ ناحیه کې د ملا تره خېل ښارګوټي د کورونو سروې په هکله خبرې اترې وشوې. 
په پيل کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو ریاست لوی رییس مولوی محمود مظلوم د ملا تره خېل په ښارګوټي کې د سروې ټیمونو له زيار او کوښښ څخه مننه وکړه او ټولو ته يې لارښوونه وکړه تر څو په خپلو دندو کې له اخلاص، روڼتیا، رښتنولۍ او چارو کې له پوره چټکتیا څخه کار واخلي.
ددې غونډې په ترڅ کې دغه راز د غير رسمي ښاري سيمو د ثبت رییس مولوی عبدالصمد پاڅون د یاد ښارګوټي په هکله معلومات وړاندې کړل.
ښاغلی پاڅون وویل، چې ياد ښارګوټی چه په ۳۵۸۰۰ جريبه ځمکه باندې جوړه شوې ده، چې ۲۵۰۰۰ جريبه يې د کابل ولایت بګرامۍ ولسوالی او ۱۰۸۰۰ جريبه يې د دغه ولايت په ۲۱ ناحیې پورې اړوند دي، چې له تصفيې وروسته ټوله ځمکه امارتي تثبيت شوې ده. 
په همدې حال کې د غیر رسمي ښاري سيمو د ثبت ریاست يو شمېر کارکوونکو په سیمه کې د شته ستونزو په هکله خپل وړانديزونه د ځمکو چارو ریاست له مشرتابه سره شريک کړل.
د غونډې په وروستیو کې د کرنې وزارت د ځمکو چارو لوی رییس د غونډې ګډونوالو سره ژمنه وکړه، چې د دوی ستونزو او ننګونو ته به رسېدنه وکړي او دوی ته د هراړخیزې همکارۍ ډاډ هم ورکړ.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۴
Background image

دهلمند ولایت د عشر چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښوونه، د مرکز لښکرګاه او د ولایت د ۱۸ ولسوالیو د عشر چارواکو سره د همغږۍ، انسجام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست رییس د «هلټو» مؤسسې له چارواکو سره لیدنه وشوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د «هلټو» مؤسسې له مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۱
Background image

د کرنې وزارت مشرتابه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې سره د باکیفیته کرنیزو تخمونو د تولید په اړه ناسته وکړه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» رییس. . .

بازگشت