د تېر کال په پرتله سږ کال د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه ډېر شوي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۲ - ۱۲:۱۰
د تېر کال په پرتله سږ کال د غنمو حاصلات ۱۳ سلنه ډېر شوي

١۲ لیندۍ ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۰جُمَادَى الأول ۱۴۴۵ ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې او معلوماتو ریاست د شمېرو له مخې، سږ کال په هېواد کې د غنمو حاصلات د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.
چمتو شوي شمیرې ښیي، چې په 1402 کې، دهېواد په کچه شاوخوا ۴.۳۵میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي، چې ۳.۸۰ میلیون مټریک ټنه یې اوبیز غنم او 548 زره مټریک ټنه یې للمي غنم دي.
دا په داسې حال کې ډه، چې د هېواد په کچه د افغانستان د غنمو اړتیا ۶.۶۲ میلیون مټریک ټنه اټکل شوې ده.
سږکال دهېواد په کچه د غنمو ترکښت لاندې سیمې ۲.۰۲ میلیونه هکټاره ځمکه وه، چې له دې ډلې ۱.۳۴ میلیون هکتاره یې اوبیزې او ۶۸۰ زره هکتاره یې د للمي په بڼه کرل شوې وه. هلمند، کندهار، هرات او کندز د هېواد په کچه د غنمو په برخه کې تر ټولو زیات تولید او د غنمو دکرکیلي تر ټولو لویې سیمې لري.
په ۱۴۰۲ ام کال کې هلمند او کندز ولایتونه هغه ولایتونه دي، چې د اوبیزو غنمو تر ټولو زیات تولید لري او پنجشیر، سمنګان او نورستان هغه ولایتونه دې، چې د اوبیزو غنمو تر ټولو کم تولید لري.
له بلې خوا تخار او فارياب هغه ولایتونه دي، چې د للمي غنمو تر ټولو زيات توليد او ننګرهار او باميان هغه ولایتونه دې، چې په ١٤٠٢ کال کې د للمي غنمو تر ټولو کم توليد لري.
په ورته وخت کې، په ۱۴۰۲ کال کې، د اوبیزو غنمو کرل شوي سیمه د تېر کال په پرتله نږدې ۴.۴ سلنه او د للمي غنمو سیمه شاوخوا ۱۵ سلنه زیاه شوې ده.
په ۱۴۰۲ کال کې د هېواد په کچه  د اوبیزو غنمو د هر هکتار حاصلات نږدې ۲.۸۳ ټنه او د للمي غنمو حاصلات شاوخوا ۰.۸۱ټنه په هر هکتاره ځمکه کې ده.
د کوکنارو د کښت مخنیوی، د کرنیزو سیمو زیاتوالی، د غنمو دکرنیزو تخمونو او کیمیاوي سرو پر وخت وېشل، د کرنیزو وسایلو او ماشینونو د وېش له لارې له بزګرانو سره مرسته، د بزګرانو هڅونه او اطلاع رسونه هغه لاملونه دي، چې ورسره سږکال د غنمو د حاصلاتو کچه لوړه شوې ده.


حاصلات گندم امسال نظر به سال قبل ۱۳ درصد افزایش یافته 
۱۲ قوس ۱۴۰۲ هـ.ش
براساس آمارهای ریاست احصاییه و معلومات وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، حاصلات گندم در سطح کشور  امسال نسبت به سال گذشته ۱۳ درصد افزایش را نشان می‌دهد.
ارقام تهیه شده نشان می‌دهد، که در سال ۱۴۰۲ حدود ۴.۳۵ میلیون متریک تُن گندم به سطح کشور تولید گردیده که از جمله مقدار ۳.۸۰ میلیون متریک تُن آن گندم آبی و ۵۴۸ هزار متریک تُن آن للمی می‌باشد.
این در حالی است که نیازمندی افغانستان به گندم مقدار ۶.۶۲ میلیون متریک تُن به سطح کشور تخمین گردیده است.
امسال ساحه تحت کشت گندم در سطح کشور ۲.۰۲ میلیون هکتار بوده که ۱.۳۴ میلیون هکتار آن آبی و ۶۸۰ هزار هکتار آن للمی می‌باشد. هلمند، کندهار، هرات و کندز بیشترین تولید و بیشترین ساحه کشت در بخش گندم را در سطح کشور دارند.
ولایت هلمند و کندز بیشترین تولید و ولایات پنجشیر، سمنگان و نورستان دارای کمترین تولید گندم آبی در سال ۱۴۰۲ می‌باشند. 
از طرف دیگر ولایات تخار و فاریاب دارای بیشترین تولید و ولایات ننگرهار و بامیان دارای کمترین تولید گندم للمی در سال ۱۴۰۲ می‌باشند.
در همین حال، ساحه تحت کشت گندم آبی در سال ۱۴۰۲ به مقایسه سال گذشته حدود ۴.۴ فیصد و گندم للمی حدود ۱۵ فیصد افزایش را به سطح کشور نشان می‌دهد.
 حاصل فی هکتار گندم آبی در سال ۱۴۰۲ حدود ۲.۸۳ تُن فی هکتار و گندم للمی ۰.۸۱ تُن فی هکتار به سطح کشور می‌باشد.
منع کشت کوکنار، افزایش ساحات کشت، توزیع تخم های بذری گندم و کودکیمیاوی به موقع، حمایت دهاقین در توزیع وسایل و ماشین آلات زراعتی، تشویق دهاقین و اطلاع رسانی از عوامل افزایش حاصلات گندم در سال جاری می‌باشد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۵
Background image

د کندهار تخته‌پل کې د ۲.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو زېرمه کولو چکډېم ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا، د باراني اوبو د مهارولو او د کرنیزو او مالدارۍ فعالیتونو د ملاتړ په موخه، د کندهار ولایت د تخته‌پل ولسوالی په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۴
Background image

ننګرهار کې بزګرانو ته د ناروغیو مخنیوي اوبڼونو ښه مدیریت په موخه روزنه ورکړل شوه

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق                                                                  
 د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کوټ، لعلپورې، کوزکونړ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۷:۳۳
Background image

دمیدان وردګو ولایت په چک ولسوالی کې دبروسلوز ناروغۍ دمخنوي په موخه دواکسین کمپاین پیل شو

۲۵ برګولی ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۹ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
دمیدان وردګو ولایت دچک ولسوالی کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي ملاتړ  دمسؤلو کسانو په هماهنګۍ د حیوانی محرقې. . .

بازگشت