د کرنې او مالدارۍ مرستیال  له خوا د «نوزاد» د څارویو روغتون پرانیستل شو

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۸/۲۰ - ۹:۵۵
د کرنې او مالدارۍ مرستیال  له خوا د «نوزاد» د څارویو روغتون پرانیستل شو

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او دکرنې وزارت او اړوندو بنسټونو د مسئولینو په حضور کې د «نوزاد» د څارویو روغتون پرانسته وشوه.
په دې پروګرام کې دکرنې وزارت د مالدارۍ او څارویو روغتیا لوی رییس مولوي ذاکر الله ذاکر، د څارویو د روغتیا رییس ډاکټر مختار محسني، د «نوزاد» د څارویو د روغتون سرطبیب ډاکټر احمد رشاد اصغري، د حیواني روغتیا د الوتونکو رییس مولوی محمد امین، د کابل پوهنتون د وټرنرۍ پوهنځی رییس مولوی شېرعلي جوهر صافی، د کرنې وزارت د مالدارۍ او حیواني روغتیا وټرنرانو او کارکوونکو هم حضور درلود.
د کرنې او مالدارۍ وزارت دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوی صدر اعظم عثماني د دغه حیواني روغتون د پرانېستې په مراسمو کې وویل:«موږ هڅه کوو چې مالدارانو ته چوپړتیاوې وړاندې کړو ترڅو حاصلات زیات شي، ناروغۍ کمې او د مالدارانو پانګه زیاته شي، د څارویو ساتنه په اسلام کې ځانګړی ځای لري، دا زموږ دیني دنده او مسوولیت دی، چې دڅآرویو د ساتنې او روغتیا په برخه کې کار وکړو. ځکه چې د خلکو روغتیا د څارویو محصولاتو کارولو پورې تړې ده، د مناسبو خوړو چمتو کول، درمل او د ناروغیو مخنیوی، د څارویو کلینیکونو او د مالدارۍ سکتور د کارمندانو اصلي دندې دي، ترڅو په  ګډه کار وکړو. موږ باید د ناروغیو د خپریدو دمخه د مخنیوي پلانونه او پروګرامونه ولرو، د غوره فعالیت په صورت کې د څارویو  په غوښې او شیدو کې زیاتوالی رامنځته کېږي او دا دخلکو په اقتصادي ودې او ځان بسیا ینه کې بنسټیز رول لوبوي.»
ښاغلی صدر اعظم عثماني د څارویو روغتیا ساتنه مهم وباله او زیاته یې کړه:"اړتیا ده چې په دې برخه کې لا ډیر پوهاوی ورکړل شي ترڅو خلک پوه شي چې څنګه د خپلو څارویو ساتنه وکړي".
په ورته وخت کې د مالدارۍ او حیواني روغتیا عمومي رییس مفتي ذاکر الله ذاکر د یادو روغتیایي کلينيکونو پر اهمیت خبرې وکړې او ويې ویل: "دا په افغانستان کې د حیواني روغتیا لومړنی روغتون دی، چې پرانستل کیږي او د څارویو په ساتنه، پالنه، تغذیې، واکسین او د مالدارانو د پوهاوي لوړول کې اساسي ونډه لري."
د کابل پوهنتون د وترنرۍ پوهنځی رییس شېرعلي جوهر صافی د یاد روغتون پرانیست غونډه کې په خپلو خبرو کې د یاد روغتون پر اهمیت  ټينګار وکړ: "دغه روغتون د څارويو د پالنې او روغتيايي فعاليتونو ترڅنګ د وټرنرۍ پوهنځۍ د محصلينو په روزنه او عملي کار کې اغېزمن تمامېدای شي." هغه دغه راز د کرنې وزارت او د نوزاد د څارویو روغتون له مسوولینو څخه وغوښتل، چې، زده کړیالانو ته په دې روغتون کې د عملي زده کړو زمینه برابره کړي.
په پآی کې د نوزاد د څارویو د روغتون سرطبیب ډاکټر احمد رشاد اصغري د دغه روغتون د فعاليتونو په اړه خبرې وکړې. ښاغلي اصغري وویل: «زموږ د روغتون فعالیتونه د څارویو د روغتیا ساتنه، د څارویو تغذیه، د ناروغو څارویو درملنه، د سرپناه جوړول، د څارویو واکسین کول او د زده کړیالانو او مالدارانو روزل دي.»
تر دې وړاندې هم د حیواني روغتیا چوپړتیاوو وړاندې کولو په موخه د هېواد په کچه د څارویو د روغتیایي کلينيکونه شتون درلود؛ خو د نوزاد د څارویو روغتون د هېواد په کچه د څارویو د روغتیا لومړنۍ روغتون دی.

افتتاح شفاخانه صحت حیوانی «نوزاد» توسط معین زراعت و مالداری 
شفاخانه صحت حیوانی «نوزاد» با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، شماری از مسوولان وزارت زراعت و نهادهای ذیربط افتتاح گردید.
 در این برنامه مولوی ذاکر الله رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی، داکتر مختار محسنی رئیس صحت حیوانی، داکتر احمد رشاد اصغری سرطبیب شفاخانه نوزاد، مولوی محمدامین رئیس تیور صحت حیوانی، مولوی شیرعلی جوهر صافی رئیس پوهنحَی وترنری پوهنتون کابل، داکتروتران و کارمندان صحت حیوان و مالداری وزارت زراعت نیز حضور داشتند.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در جریان افتتاح شفاخانه صحت حیوانی گفت:" کوشش داریم که برای مالداران خدمت کنیم تا محصولات زیاد شود، مرض کم شود، سرمایه‌های مالداران افزایش یابد، حفاظت از حیوانات در اسلام جایگاه خاص دارد، مسوولیت شرعی و وظیفوی ماست که در حفاظت و صحت حیوان کار کنیم، چون صحت مردم وابسته به استفاده از محصولات مالداری است، تهیه خوراکه مناسب، دوا و جلوگیری از آلوده شدن به امراض، عمده‌ترین وظایف کلینیک‌های حیوانی و کارمندان سکتور مالداری می‌باشد تا مشترک کار کنیم، باید پیش از شیوع امراض پلان و برنامه وقایوی داشته باشیم، در صوت فعالیت بهتر در گوشت و شیر حیوانات افزایش می‌باشد و این نقش اساسی در خودکفایی و بلند رفتن اقتصاد  مردم دارد".
آقای صدراعظم عثمانی آگاهی‌دهی پیرامون حفاظت صحت حیوانی را مهم دانسته افزود" ضرورت است که در این بخش بیشتر آگاهی‌داده شود تا مردم طریقه حفاظت از مال‌های شان را بفهمند".
در عین حال  مفتی ذاکر الله ذاکر رئیس عمومی مالداری و صحت حیوانی در مورد اهمیت موجودیت چنین شفاخانه‌های حیوانی سخن زده  گفت" این نخستین شفاخانه صحت حیوانی در سطح افغانستان می‌باشد که افتتاح می‌گردد و نقش اساسی در نگهداری، حفاظت، تغذیه، واکسین حیوانات و آگاهی مالداران دارد".
شیرعلی جوهر صافی رئیس پوهنحّی وترنری پوهنتون کابل در جریان افتتاح این شفاخانه بر اهمیت آن تاکید کرد" این شفاخانه می‌تواند در کنار فعالیت‌های مالداری و صحت حیوانی در آموزش و کارهای عملی محصلان پوهنحّی وترنری موثر  باشد".
وی همچنان خواستار توجه وزارت زراعت و مسوولان شفاخانه نوزاد جهت فراهم سازی زمینه کار عملی برای محصلین شد.
در اخیر هم داکتر احمد رشاد اصغری سرطبیب شفاخانه نوزاد در قسمت‌ فعالیت‌های این شفاخانه معلومات اراییه کرده گفت:" فعالیت‌های شفاخانه ما در بخش‌های مصوونیت صحت حیوانی، تغذیه حیوانات، تداوی حیوانات مریض، ایجاد سرپناه، واکسین حیوانات و آموزش محصلان و مالداران می‌باشد".
پیش از این کلینیک‌های صحت حیوانی به منظور ارایه خدمات صحت حیوانی در سطح کشور وجود داشت اما؛ شفاخانه صحت حیوانی نوزاد اولین شفاخانه صحت حیوانی در سطح کشور می‌باشد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳۰
Background image

د اوبولګولو او طبيعي سرچینو مرستیال په پکتیا کې د ضبط شویو لرګیو له ټال څخه لیدنه وکړه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان او ورسره پلاوي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۲۶
Background image

پکتیا ولایت ته د اوبولګولو او طبعیي سرچینو مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمیټې د فعالیتونو ارزونه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبو لګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د پکتیا له والي مهرالله حماد او د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۱۰
Background image

لوګر ولایت ته د کرنې وزارت د اوبولګولو د مرستیال سفر او د ځنګلونو د ساتنې کمېټې سره یې لیدنه


۷ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي باز محمد فیضان، لوګر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د ځنګلونو د ساتنې د کمیټې. . .

بازگشت