ننګرهار ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۹:۱۲
ننګرهار ولایت ته د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال سفر

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي د کانال د تصرف شویو ځمکو، د کورنیو بې ځایه شویو له خوا د دغو ځمکو د تصرف موضوع د څېړنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ. 
دغه سفر د ا.ا.ا د رهبرۍ په لارښوونه ترسره شوی دی، چې په ترڅ کې یېد کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د ننګرهار د کانال ریاست په ودانۍ کې د یو شمېر ادارو له پلاوي سره د تصرف شویو ځمکو د پېژندنې د څرنګوالي په اړه غونډه وکړه. 
په دې غونډه کې د ننګرهار د کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد، د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کورنیو بې ځایه شویو لوی رییس مولوي سردار شېرزاد، د کوچیانو رییس مولوی ګلزرین او  د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت چارواکو هم حضور درلود.
په دې غونډه کې د تګاب فارم او د ننګرهار د کانال د هډې د مهاجرينوله خوا د تصرف شویو ملکیتونو د څرنګوالي په هکله خبرې وشوې، ترڅو یې شمېر څرګند شي.

سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت ننگرهار
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای بررسی موضوع زمین‌های تصرف شده کانال ننگرهار و  تصرف این زمین‌ها توسط بیجاشدگان داخلی به ولایت ننگرهار سفر نمود.
این سفر بر اساس هدایت رهبری امارت اسلامی افغانستان صورت گرفته که در جریان آن  معین مالی و اداری وزارت زراعت در نخست در ساختمان ریاست کانال ننگرهار با هئیت موظف از چندین اداره برای تشخیص زمین‌های تصرف شده جلسه‌ای را دایر نمود.
در این جلسه مولوی غلام‌الرحمان کظیم رئیس شرکت کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت ننگرهار، مولوی سردار محمد شیرزاد رئیس عمومی بیجاشدگان داخلی وزارت مهاجرین و عودت کننده‌گان، مولوی گل‌زرین رئیس کوچی‌ها و مسوولانی از وزارت سرحدات اقوام و قبائل حضور داشتند.
در این جلسه روی چگونگی بررسی ملکیت‌های تصرف شده فارم تگاب و هده کانال ننگرهار بحث صورت گرفت تا تعداد آن‌ها مشخص گردد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۴
Background image

دهلمند ولایت د عشر چارواکو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مقام په لارښوونه، د مرکز لښکرګاه او د ولایت د ۱۸ ولسوالیو د عشر چارواکو سره د همغږۍ، انسجام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۲
Background image

د پکتیکا ولایت د کرنې ریاست رییس د «هلټو» مؤسسې له چارواکو سره لیدنه وشوه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوی لعل محمد ګوهر، د «هلټو» مؤسسې له مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه ترسره کړه.
په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۴۱
Background image

د کرنې وزارت مشرتابه د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې سره د باکیفیته کرنیزو تخمونو د تولید په اړه ناسته وکړه

۹ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» رییس. . .

بازگشت